خلیلزاد د هند د بهرنیو چارو وزیرې ته د افغانستان د سولې د خبرو په اړه معلومات ورکړل

 

تاند- د سرپل ولایت چارواکي وايي چې وسله وال طالبان د دې ولایت په هغو سیمو کې، چې دا ډله پرې واکمنه ده، نجونې نه پرېږدي چې له شپږم ټولګې پورته زده کړې وکړي.

د دوی په وینا طالبان د دې ولایت په ۶ ولسوالیو کې ګڼ کلي په کنټرول کې لري او د کوهستانات ټوله ولسوالي یې په لاس کې ده.

همداراز د سانچارک، صیاد، سوزمه فلعه، ګوسفندي او بلخاب ولسوالیو ګڼې سیمې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي.

د سرپُل اوسېدونکي او چارواکي په دې اندېښنه ښيي چې طالبان د دې ولایت نجونو ته اجازه نه ورکوي چې له شپږم ټولګي پورته زده کړې وکړي.

حاضردمه طالبانو د دې ولایت په ۳۰ ښوونځیو کې نجونې له زده کړو محرومې کړي دي.

د سیمې د سپین ږیرو او مشرانو د هلوځلو په نتیجه کې طالبان حاضر شوي چې په څو ښوونځیو کې نجونې پرېږدي چې اووم او اتم ټولګي ولولي.

طالبانو د پوهنې کارکوونکو، ښوونکو او زده کوونکو ته ویلي چې که د دوی د امر سرغړونه یې وکړه، وبه وژل شي.

د طالبانو د دې خبرداري له خپرېدو وروسته د سرپُل په مرکز کې هم د نجونو دوې لېسې بندې شوي دي او څوک له ډاره ښوونځي ته نه شي تلای.

طالبانو له تېرو لږترلږه ۱۵ کلونو راهیسې په اکثرو جنوبي ولایتونو کې نجونې او په ځینو مواردو کې هلکان له تعلیمه محرومه کړي دي.

د زابل، اروزګان، غزني، هلمند، کندهار، فراه، پکتیکا، میدان وردک او لوګر ولایتونو په ډېرو برخو کې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، نجونې یوازې تر درېیم ټولګي پورې زده کړې کولی شي.

په تېرو کلونو کې طالبانو یومخ د نجونو ښوونځي بند کړي وو خو په وروستیو دوو کلونو کې یې په خپل دریځ کې نرمي راوستې او تر درېیم ټولګې پورې اجازه ورکوي.

د اروزګان او زابل په ډېرو سیمو کې د هلکانو اکثره ښوونځي هم بند دي.

طالبانو په تېرو کلونو کې په لسګونه ښوونځي په بمونو الوزولي یا سوځولي دي. همداراز یې یو شمېر ښوونکي او د ښوونځیو ملازمان په دې خاطر وژلي چې د دوی د امر سرغړونه یې کړې ده.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.