خلیلزاد: د مسودې له نهايي کېدو وروسته به بین الافغاني خبرې پیل شي

 
تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، په بل ګام کې په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو او نورو شریکانو سره خبرې کوي.

زلمي خلیلزاد دا خبره د قطر په دوحه کې له طالبانو سره د خپلو ۱۴ ورځنیو خبرو له پای ته رسېدو څو ساعته وروسته په یوه ټویټري پیغام کې ولیکله.

ده لیکلي«زما بل ګام په واشنګټن کې خبرې او له نورو شریکانو سره سلامشوره ده. موږ به (له طالبانو سره) ژر بیا سره ووینو، او تر څو چې پر هر څه موافقه نه وي شوې وروستۍ موافقه نشته.»

(د دواړو خواوو د خبرو په اړه نور تفصیل)

د خلیلزاد په وینا د ده په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ په خبرو کې له افغانستان څخه د تروریستي حملو د مخنیوي د تضمین او د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه د موافقې پر مسودې جوړجاړی شوی دی.

«کله چې د ځواکونو د وتلو د مهالوېش او د اتروریستي ضد اقداماتو په اړه د موافقې مسوده نهايي شوه، طالبان او د افغانستان د حکومت په ګډون نور افغانان به د سیاسي حل او عمومي اوربند پر سر بین الافغاني خبرې پیل کړي.»

ښاغلي خلیلزاد په عین حال کې ټینګار کړی چې د سولې لپاره څلور مسلې مهمې دي:

«د سولې لپاره پر څلورو مسلو موافقې ته اړتیا ده؛ د تروریزم پر ضد د مبارزې تضمین، د ځواکونو ایستل، د افغانانو ترمنځ خبرې اترې او هراړخیز اوربند. د جنورۍ د میاشتې په خبرو کې موږ پر دغو څلورو عناصرو په اصولو کې موافقې ته ورسېدو. اوس موږ د لومړیو دوو مسلو پر مسودې موافقه وکړه.»

قریشي: د دوحې په خبرو کې پرمختګ شوی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، چې وايي هیواد یې د قطر خبرې ممکنې کړې، وویل چې په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

قریشي دا خبره پرون /سې شنبه/ په قطر کې د طالبانو او امریکایانو د خبرو تر پای ته رسېدو مخکې د جرمني له باندنیو چارو وزیر هایکو ماس سره په ګډه خبري غونډه کې وکړه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.