خلیلزاد: د افغان سولې لپاره د اماراتو خبرې اترې ګټورې وې

 

کابل (پژواک، ۲۸ لیندۍ ۹۷) د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سولې په تړاو خبرې او ناستې ګټورې وبللې.

د افغانستان د سولې په تړاو له تېرو درېیو ورځو راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ او د سعودي، اماراتو، پاکستان او افغان حکومت په ګډون بېلا بېلې ناستې او خبرې اترې شوې دي.

د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې د افغان سولې په تړاو په درېیم سفر راوتلی، د دغو خبرو په وروستۍ ورځ په ټویټر کې لیکلي چې له افغانانو او نړیوالو شریکانو سره په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د بین الافغاني ډایلوګ د هڅونې لپاره دا خبرې ډېرې جوړوونکې وې.

هغه زیاته کړې: “د متحده عربي اماراتو له ژمنتیا او کوربه توب څخه د دغه هېواد د موسس د میراث په توګه مننه کوي او دا ځکه چې د زور زیاتي کال مخ په پای ته رسېدو دی او د زغم او صبر کال په رابره کېدو دی.”

بلخوا د متحده عربي اماراتو دولتی اژانس د افغانستان د سولې په اړه د طالبانو او د درې واړو هېوادونو د استازو ترمنځ خبرې مثبتې او د ټولو ښکېلو خواوو لپاره ګټورې بللې دي.

دغه اژانس همدارنګه په متحده عربي اماراتو کې د افغان سولې په اړه د یوې بلې ورته غونډې جوړېدو خبر هم ورکړی، خو دا یې نه دي ویلي چې دغه غونډه به کله جوړېږي.

سرچینې همدارنګه ویلي چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له ولسمشر غني او همدارنګه له امریکا، پاکستان او طالبانو څخه مننه وکړه چې په خپل ګډون سره یې د دغه کنفرانس بریالیتوب باوري کړ.

دغه خبرې اترې چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې روانې وې، د امریکا او طالبانو ترمنځ مستقيمې او بیا د سعوي، پاکستان او اماراتو په ګډون هم ناستې شوې وې.

داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې په دې خبرو کې پر موقت حکومت، ټاکنو او اوربند موافقه شوې، خو طالبانو دا راپورونه رد کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.