خلیلزاد د افغانستان له جګړې څخه د لاس اخیستلو په اړه د عمران خان د دریځ هرکلی وکړ

 

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان په جګړه کې د هیڅ ښکېلې خوا د ملاتړ نه کولو په اړه د پاکستان د صدراعظم د وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ.

زلمي خلیلزاد، نن /جمعه/ پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې «د افغانستان په اړه د عمران خان پرونۍ څرګندونې ستايي. د تشدد د کمېدو لپاره د ده غوښتنه او د نورو هیوادونو په کورنیو شخړو کې د ښکېلو خواوو د ملاتړ نه کولو په اړه د ده دریځ سیمه مثبتې خوا ته بیايي او پاکستان ته مخکښ رول ورکوي.»

عمران خان پرون /پنجشنبه/ په یوه بیان کې وویل چې پاکستان به له دې ایسته د خپل ګاونډي افغانستان په هیڅ کورنۍ شخړه کې د هیڅ ډلې ملاتړ ونه کړي.

د عمران خان تر دې اعتراف وړاندې افغانستان او امریکا تل ویلي چې پاکستان د افغانستان په جګړه کې د طالبانو ملاتړ کوي.

د افغانستان تېرو حکومتونو هم پاکستان په افغانستان کې د جنګ اور ته په لمن وهلو تورن کړی دی.

عمران خان په یوه اعلامیه کې ویلي«د افغانستان شخړې په تېرو ۴۰ کلونو کې افغانستان او پاکستان ته ډېر زیانونه اړولي. اوس له اوږده انتظاره وروسته د افغانستان د سولې بهیر د سیمې د سولې لپاره یو تاریخي فرصت دی او پاکستان د بین الافغاني خبرو په ګډون چې افغانان به پکې د خپل هیواد د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي، د سولې د پروسې بشپړ ملاتړ کوي.»

عمران خان همداراز ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د ټولو خواوو له لوري د جګړې پر زیاتېدو سخت خوابدی دی، حملې غندي او د سولې د پروسې لپاره یې زیانمنې بولي.

ده همداراز ویلي چې پاکستان د بین الافغاني دیالوګ په ګډون د افغانستان د سولې د بهیر بشپړ ملاتړ کوي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.