خلیلزاد: ایران د افغان سولې بهیر کې همکاري نه کوي

دآزادی راډیو

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي وویل، ایران د افغانستان د سولې په بهیر کې هغسې چې تمه کېږي، همکاري نه کوي.

زلمي خلیلزاد پرون ناوخته د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې انسټېټوټ په کوربه توب هغه بحث ته دا خبرې وکړې، چې د افغانستان په سوله ییز راتلونکي کې د مرکزي اسیا د ملاتړ پر موضوع رابلل شوی و.

زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې پروسې په اړه د ایران دریځ ته په اشاره وویل: “ایران هغسې چې ښايي په افغانستان کې د پخلاینې لپاره د بین الافغاني مذاکرو د پیل په تړاو همکار نه دی، هغه هم تر ډېره له دغه هېواد سره زموږ د اړیکو د څرنګوالي له کبله، که په کابل کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د معین څرګندونې جدي وګڼو چې څو ورځې مخکې یې هلته ویلي وو، د سولې پروسه او په افغانستان کې یې د امریکايي پوځي حضور نه خوښېږي، معنی دوی هغه فورمول ته ترجیح ورکوي چې امریکا دې د سولې له کومې پروسې پرته یعنې د جګړې په حالت کې افغانستان یوازې پرېږدي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، عباس عراقچي د جولای میاشتې پر ۱۵مه کابل ته سفر کړی و او هلته یې د نورو موضوعاتو تر څنګ ویلي وو، چې افغانستان او ایران ته ګډ امنیتي ګواښونه پېښ دي او د دغو ګواښونو په وړاندې ګډو تګلارو ته اړتیا ده.

عراقچي په کابل کې “د سټراټیژیکو همکاریو د جامع سند” په اړه هم توضیحات ورکړي وو، چې په پام کې ده ډېر ژر وروستی او د افغانستان او ایران ولسمشران یې لاسلیک کړي.

د ښاغلي خلیلزاد د وروستیو څرګندونو په اړه لا د ایران چارواکو څرګندونې نه دي کړي.

تهران که څه هم په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور مخالفت کوي، خو ویلي یې دي، دغه هېواد ته د سولې راوستلو لپاره به هره ممکنه هڅه کوي.

پروني بحث ته، د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي وویل، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره واشنګټن له عرب او د خلیج له نورو هېوادونو سره هم له نږدې کار کوي.

زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې او پخلاینې په پروسه کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو نقش اغېزناک وباله.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.