خلیلزاد او برکات د بین الافغاني غونډې پر لغوه کېدو خواشیني ښکاره کړه

 

تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په قطر کې د بین الافغاني غونډې تنظیموونکي سلطان برکات هیله څرګنده کړه چې د دې غونډې د برخوالو پر شمېر موافقه ته ورسېږي.

دواړو په دوحه کې د بین الافغاني غونډې پر لغوه کېدو خواشیني ښکاره کړې ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر تېره شپه اعلان وکړ چې د قطر حکومت د دوحې د بین الافغاني خبرو لپاره د افغان پلاوي لیست رد کړی دی.

ارګ وايي چې د دوحې غونډه لغوه شوې ځکه چې د قطر حکومت د افغان پلاوي لیست نه مني او د هغه پر ځای د نوي لیست وړاندیز کوي چې د افغانستان د حکومت لپاره د منلو نه دی. د ارګ په خبرپاڼه کې، چې تېره شپه ناوخته خپره شوې ویل شوي چې د قطر نوی لیست د ولس له متوازن شمولیت څخه بې برخې و او د افغانستان د خلکو ملي ارادې او فیصلې ته د بې احترامی په معنا و.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دوحې د خبرو پر لغوه کېدو نهیلي ښکاره کړه.

دوحې د شخړو او بشري مرستو مرکز مشر سلطان برکات په یوې اعلامیې کې ویلي چې ټول ښکېل لوري دوحې ته د راتلونکو استازو د شمېر پرسر د اختلافونو د هوارولو لپاره کار په ګډه کوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو په ځنډېدو خواشینی ښودلې او ویلي یې دي چې له ښکېلو اړخونو سره په تماس کې دی او هغوی هڅوي چې خبرو اترو ته ژمن پاتې شي.

د دوحې د غونډې د لغوه کېدو په اړه د ارګ اعلامیه

ارګ، کابل- د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت با عزته سولې ته ژمن دی او د سولې د ترلاسه کولو په لاره کې د ټولنې د ټولو اقشارو غږ او استازیتوب د شاملېدو تعهد لري. د قطر کنفرانس لپاره د ګډون کونکو د نوملړ لپاره د ټولو سیاسي او ټولنیزو جریانونو سره په تفصیلي مشورو کې د یوی غیر حکومتي غوراوي کمیټې پواسطه د نوملړ ترتیب ترسره شو. د اقشارو او جریانونو د تعداد او د هغوی د خورا زیاتې لیوالتیا له کبله د ګډون کونکو شمېر زیات شو خو د ګډون کچه پراخه شوه.

د دوحې سفر لپاره د افغانستان د هیئت د معرفي پرونۍ غونډه چې په ارګ کې دایره شوه، ددې شاهدي ورکوي چې حکومت او د هیواد سیاسي مشران د سولې لپاره ژمن دي او په یو غږ یې د دوحې کنفرانس کې د ګډون لپاره خپل پلاوي د سولې سفیران وبلل او هغوی ته یې د سولې پروسې په دغه لومړي خو مهم ګام کې د بریالیتوب دوعا وکړه.

وروسته له هغې چې د پلاوي د تګ ټولې تیارۍ بشپړې شوې په تعجب سره باید ووایو چې پرون شپه د قطر څخه یو نوی لست چې د ولس د متوازن شمولیت څخه بې برخې وو او د افغانستان د خلکو ملي ارادې او فیصلې ته د بې احترامی په مانا وو، راوستول شو چې دغه کار د افغان ولس لپاره د منلو وړ نه و.

نن د هېواد یو شمېر سیاسي مشرانو د جمهور ریئس سره په یوه ګډه ناسته کې تصمیم ونیولو چې د قطر حکومت دغه کړنه چې د افغانانو پلاوی دې دوی وټاکي د منلو وړ ندی او دوی پریکړه وکړه چې د قطر حکومت څخه وغوښتل شي چې په کنفرانس کې به د افغانستان لخوا ټاکل شوی پلاوی ګډون کوي.

داچې د قطر حکومت پدې ونه توانیده چې زموږ دا برحقه غوښتنه عملي کړي نو د قطر حکومت د دوحې کنفرانس لغوه کړ.

د افغانستان حکومت او ولس با عزته سولې ته ژمن دی او په راتلونکې کې به هم لکه د تېر په څېر د ولس ددغې برحقې غوښتنې د ترلاسته کولو لپاره خپلې هڅې لا پراخې او ګړندۍ کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.