خلک: د کندز په چهاردرې کې د نړیوالو ځواکونو هوايي حملې ۲۰ملکیان وژلي

 

د کندز د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دغه ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بمبار کې ۲۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

دوی وايي، د پنجشنبې په ورځ افغان ګډو ځواکونو، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاټر ماموریت ځواکونو سره په ګډه تصفیوي عملیات پیل کړي وو او د ماسپښين پر یوه بجه یې د دې ولسوالۍ د دور رباط په سیمه کې پر درې کورونو هوايي بمبار کړی او په نتیجه کې ۲۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پېښې په ځای کې درې تنو عینې شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې په دغه هوايي برېد کې ۲۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او جسدونه یې تر خاورو لاندې دي:
​”د ولسوالۍ د تعمیر په څو مترۍ کې پر دغو درې کورنو بمبار شوی، ځکه دلته درې، څلور کورنه یوځای شوي وو همدلته پرې بمبار شوی او د وژل شويو کسانو جسدونه تر خاورو لاندې دي او اسکواټر کار کوي چې جسدونه راوباسئ.”

“دلته څلور، پنځه کورونه یوځای سره راغونډ شوي وه ځکه په سیمې کې جنګ وو او په دوی کې یوازي ۲۰ تنه ښځې وې او پاتې کوچنیان او ځوانان وو او څو دقیقې وړاندې ما له یوه ځوان سره چې فرید نومېده خبرې وکړې او کله چې ټلیفون بند شو، پر دغو کورنو بمبار وشو او ټول وژل شوي د خاورو لاندې شوي دي.”

“په دغه بمبار کې ۲۰ تنه وژل شوي دي او تراوسه پورې دقیق شمېر معلوم نه دی ښايي له شلو هم زیات کسان وژل شوي وي او اسکواټر کارکوي چې جسدونه راوباسئ.”

بل خوا د کندز د چهاردرې ولسوال زلمی فاروقي وایي چې عملیات د بهرنیو ځواکونو له خوا ترسره شوي او له دوی سره هېڅ همغږي نه ده شوې.

ولسوال وايي چې هرځل بهرني ځواکونه هوايي عملیات کوي، خو له دوی سره هېڅ اړیکه نه نیسې او په خپل سر عملیاتونه کوي:

“دلته درې، څلور کورنه یوځای راغونډې شوي وو او غوښتل یې چې له سیمې څخه ووځي او پرې هوايي بمباری شوی او ددغه عملیاتو په اړه له موږ سره هېڅ همغږي نه ده شوې، ځکه نه زه ترې خبر یم، نه د ملي اردو ځواکونه او نه هم د چهاردرې ولسوالۍ د ملي امنیت چارواکي ورڅخه خبر دي او دوی تل په خپل سره عملیاتونه کوي.”

له دې سره سم د کندز د حوزوي روغتون رئیس ډاکټر محمد نعیم منګل وایي چې تراوسه پورې د کندز حوزوي روغتون ته ۱۲ جسدونه او ۲ تنه ټپیان وروړل شوي دي چې ټول یې ښځینه او ماشومان دي:
​”تراوسه پورې دوه ټپې ماشومان او ۱۲جسدونه راوړل شوي دي او په وژل شویو کې ښځې او ماشومان شامل دي او ټول ملکي وګړي دي.”

په همدې حال کې د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري هم وايي چې په چهاردرې ولسوالۍ کې پر درې استوګن کورونو باندې هوايي برید شوی دی.

هغه وايي چې له پېښې ځای څخه دوه ټپيان د کندز روغتون راوړل شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې تر اوسه پورې د دغې پېښې څرګنوالی معلوم نه دی او په دې اړه تحقیقات جریان لري.

بل خوا ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو مخالفینو ویاند معرفي کوي وايي چې په چهاردرې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برېد کې ۲۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

افغان ګډ ځواکونه په داسې حال کې په چهاردرې ولسوالۍ کې تصفيوي عملیات ترسره کوي چې په دې وروستیو کې د کندز په بېلابېلو ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو بریدونه زیاته شوي دي او د دغې ډلې له خوا د تعرضي بریدونو زیاتوالي د دې ولایت خلک هم سخت اندېښمن کړي دي.

نړیوالو ځواکونو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور: اجمل ارین

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.