خبرونه کابل د نهو هېوادونو د استخباراتي چارواکو تر منځ د غونډې کوربه دی

 

تاند ( پنجشنبه، د دلوې ۳۰) د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، روانه اونۍ په کابل کې له تروریزم سره د سیمه‌ییزې مبارزې دوه ورځنی کنفرانس جوړ شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت له عمومي ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د امریکا د متحده ایالاتو، پاکستان، اذربایجان، تاجکستان، قزاقزستان، قرغیزستان، ازبکستان او ترکمنستان د استخباراتو چارواکو د سیمې په کچه په استخباراتي همکاریو باندې خبرې کړې دي.

خبرپاڼه وایي، دغه کنفرانس د تروریزم پر ضد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له مبارزې او د افغانستان د مشروع بنسټونو په مشرۍ د سولې له هڅو څخه د سیمې او نړۍ د هېوادونو د ملاتړ د راجلبولو لپاره رابلل شوی دی.

د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې د دې ریاست د عمومي رئیس احمدضیا سراج له قوله ویل شوي چې د کنفرانس برخه‌والو د افغانستان، سیمې او نړۍ په کچه د تروریزم پر ګډو ګواښونو باندې خبرې وکړې او د دغو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره یې د لارې د ګډې نقشې طرح ترتیب کړه.

سراج زیاته کړې؛ دغه دوه ورځنۍ ناسته د افغان حکومت پر نوښت جوړه شوې، چې د طالبانو او القاعده د هڅو پر مخنیوي سربیره د سیمه ییزو استخباراتو د اجماع پر رامنځته کولو را څرخېدله.

د ملي امنیت عمومي رئيس دغه راز ویلي چې په دغه کنفرانس کې د تروریزم د تعریف په اړه اجماع، د تروریزم د ګډو ګواښونو تشخیص او مهارولو او د استخباراتي ادارو ترمنځ د اطلاعاتو د بدلولو په بهیر کې د چټکتیا پر راوستلو توافق شوی دی.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې د ګډون‌کوونکو هېوادونو استخباراتي چارواکو همداشان د افغانستان د دولت په مشرۍ د سولې له مذاکراتو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست دغه راز ویلي چې ټاکل شوې په راتلونکې کې هم په منظمه توګه د سیمې د هېوادونو د امنیتي او استخباراتي مشرانو غونډې جوړې شي.

د دې کنفرانس د جوړېدو خبر داسې مهال ورکول کیږي چې د ملي امنیت د عمومي رئیس په وینا وسلوال طالبان دې وروستیو کې هڅې کوي راروان پسرلي کې په کندهار، زابل، ارزګان، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې په جګړو ډېر تمرکز وکړي.

د هغه په وینا، که پر طالبانو داخلي او بهرني فشارونه ډېر نشي نو راروانه میاشت به د تاوتریخوالي کچّ لا پسې لوړه شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.