خاقان عباسي: افغانستان د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو د پیلولو په اړه د پاکستان وړاندیز منلی

 
تاند- د پاکستان صدراعظم وايي، افغان چارواکو د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د درېدلیو خبرو د بیا پیلولو په اړه د ده وړاندیز منلی دی.

صدراعظم شاهد خاقان عباسي دا خبره د افغانستان له یو ورځیني سفره وروسته نن /شنبه/ په اسلام اباد کې وکړه.

پاکستان په ۲۰۱۵ م کال د جولای په لومړیو کې په مري ښارګي کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د لومړنیو مخامخ خبرو کوربه و.

ټاکل شوې وه چې د خبرو بل پړاو د هماغه کال د جولای په ۲۷ ترسره شي، خو د ملا عمر د مړینې د خبر اعلان پلمه شو چې خبرې دوام ونه کړي.

ده همداراز وویل، جګړه د افغانستان د څه باندې یوې لسیزې ستونزه نه شي حل کولی.

ده همداراز وویل چې د کابل دا سفر به یې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې اساسي بدلون راوړي.

خاقان عباسي طالبانو ته د افغانستان د ولسمشر د هغه وړاندیز هرکلی وکړ چې دا ډله د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت پېژني.

د افغانستان ولسمشر تېره میاشت طالبانو ته د سولې په بدل کې وړاندیز وکړ چې د سیاسي ګوند په توګه به یې په رسمیت وپېژني، بندیان به یې ورخوشي کړي، او د سیاسي دفتر د پرانیستلو اسانتیا به ورته برابره کړي.

طالبانو تراوسه پورې د ولسمشر غني وړاندیزونو ته ځواب نه دی ویلی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.