حکومت معتصم اغا جان کابل ته راوست
تاند، پنجشنبه د اسد ۱۰مه: د طالبانو پخوانی د مالیې وزیر او لوړ پوړی چارواکی مولوي معتصم اغا جان پرون د ارګ د رهبرانو او سویلي ولایتونو د مشرانو په ګډه غونډه کې لیدل شوی دی.
معتصم اغا جان په داسې حال کې وطن ته راګرځېدلی چې موده وړاندې پاکستان غوښتل نوموړی په کراچۍ ښار کې د تروریستي برید هدف وګرځوي.
نوموړی له هغو کسانو دی چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې ګڼې هلې ځلې یې وکړې، خو د حامد کرزي په دوره کې یې چې په افغانستان کې هم امنیتي ګواښونه احساس کړل، نو د یو څه وخت لپاره ترکیه کې پاتې شو او اوس بیرته هېواد ته راګرځېدلی دی.
نوموړي د کندهار د مشرانو په ډله کې له ورلسمشر غني سره لیدلي او د سولې حکومت د سولې د هڅو هرکلی یې کړی دی.
نظرات بسته شده است.