حکومت د ملي دسترخوان په تړاو د ولسي جرګې له پرېکړې خوښ نه دی

 

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۳۱) د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن د یو خبري کنفرانس پرمهال وویل ولسي جرګه له دې وړاندې، چې د ملي دسترخوان پروګرام رد کړي، باید مالومات یې ترلاسه کړي وای.

صدیقي ویلي، دا پروګرام د نړیوال بانک له لوري تمویلېږي.

هغه زیاته کړې، چې د ۱۳۹۵ کال سروې له مخې د افغانستان ۵۵ سلنه خلک په فقرکې ژوند کوي اوپه خبره یې، چې حکومت مکلف دی په بېړنیو حالاتو کې خلکو ته مرستې ورسوي.

حکومت داسې مهال د ولسي جرګې د پریکړې پر وړاندې غبرګون ښيي، چې نن د ولسي جرګې غړو په اکثریت رایو د ملي دسترخوان پروګرام رد کړ.

ولسي جرګه وایي، د حکومت دا پروګرام د اساسي قانون د ۹۱ مې مادې خلاف دی.

صدیقي دغه راز په یاد کنفرانس کې په خپلو خبرو کې د سولې اړوند زیاته کړه،چې طالبانو د سولې خبرو د پیل لپاره خپلې ژمنې نه دي عملي کړې او دوی باید دغه بهیرته چمتو او تاوتریخوالی ودروي.

د ولسمشر ویاند صدیقي د خپلو خبرو پر دوام وویل، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام هیڅ لوري ته د منلو نه دی.

نوموړي ویلي که چېرته طالبان په دې فکر دي، چې د جګړې له لارې به خپلو موخو ته ورسېږي بیا دې فکر وکړي.

هغه ویلي، افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې بدلون کړی دی او طالبان باید د دې بدلون په منلو او د دوحې هوکړې په عملي کولو سره بین الافغاني مذاکراتو ته غاړه کېږدي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.