حنا رباني کهر وايي، د پاکستان لپاره تر امریکا او هند له افغانستان سره اړیکې مهمې دي
تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره حنا رباني کهر وايي، له افغانستان سره د اړیکو ښه کېدا د پاکستان لپاره د امریکا او هند تر اړیکو مهمه ده.
اغلې رباني پرون /یکشنبه/ له ډان نیوز تلویزیون سره په مرکه کې د پاکستان پر اوسنۍ بهرنۍ پالیسي نیوکه وکړه، ویې ویل، پاکستان باید له افغانستان سره ښو اړیکو ته لومړیتوب ورکړي.
حنا رباني کهر د پاکستان بهرنۍ پالیسي د خواشینۍ وړ وبلله، ویې ویل«د سیمې له هیوادونو، په ځانګړي ډول له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو له پراختیا پرته ادعا نه شو کولی چې پاکستان په بهرنۍ پالیسي کې سم لور ته روان دی.»
دې په تاکید وویل«حاضردمه له افغانستان سره د اختلافونو حل کول او له دغه هیواد سره د ښو اړیکو ټینګول له امریکا او هند سره د اړیکو تر عادي کولو مهم دي.»
رباني کهر په عین حال کې له امریکا سره د تروریزم پر ضد د پاکستان همکاري تېروتنه وبلله او ویې ویل چې باید بیا دا تېروتنه تکرار نه شي.
دې د پاکستان د حکومت اوسنۍ بهرنۍ تګلاره ناکامه وبلله، ویې ویل چې د دې پالیسۍ له کبله نه یوازې له هند سره د پاکستان اړیکې لا زیاتې ترینګلې شوي؛ بلکې پاکستان اوس له افغانستان او ایران سره هم چندان ښې اړیکې نه لري.
نظرات بسته شده است.