حنا رباني کهر، پاکستان باید د افغانستان او هند په شان له ګاونډیو سره اړیکو ته اهمیت ورکړي

 

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره حنا رباني کهر وايي، پاکستان د دې پر ځای چې د کوم هیواد ستراتیژیک شریک واوسي، تل غوښتي چې د نورو مشتري وي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، اغلې کهر وايي، پاکستان په داسې حال کې چې په دواړو لاسونو د ګدایۍ کچکول نیولی د نورو ملتونو درناوی نه شي ترلاسه کولی.

مېرمن کهر نن /یکشنبه/ په لاهور کې د امریکا – پاکستان د اړیکو په باب یوه سیمینار ته وویل، پاکستان تل ځان مهم ستراتیژیک شریک تصور کړی خو دا یو ناسم تصور دی.

دې وویل چې د پاکستان تر ټولو مهمې اړیکې د امریکا پر ځای باید د افغانستان، هند، ایران او چین په شان له ګاونډیو هیوادونو سره وي.

مېرمن کهر زیاته کړه«امریکا د دومره اهمیت وړ نه ده چې په پاکستان کې دې هیواد ته ورکول کېږي ځکه چې زموږ اقتصاد هغسي چې باور کېږي، له امریکا سره تړلی نه دی.»

وروسته له دې چې امریکا د تروریزم د ملاتړ په خاطر پر پاکستان مرستې بندې کړي پاکستاني چارواکي امریکا ته سخت په غوسه دي. پاکستان په وروستیو ۱۷ کلونو کې له امریکا څخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول لسګونه ملیون ډالر مرسته ترلاسه کړې ده.

دې هیواد په اتیایمه لسیزه کې د شوروي خلاف د افغان مجاهدینو د جهاد په کلونو کې هم له امریکا څخه په لسګونه ملیون ډالره مرسته ترلاسه کړې وه.

په لاهور کې د امریکا – پاکستان د اړیکو په غونډه کې د امریکا د سولې د انستیتیوت مرستیال ريیس موید یوسف وویل، په تېرو ۱۸ میاشتو کې د امریکا او پاکستان اړیکې بیخي نه لیدل کېږي.

ده په دې خواشیني ښکاره کړه چې پاکستان د دې پر ځای چې په خپله د سیمې او هیواد د مسلو په حل کولو کې ښکېل شي، نورو ته سترګې نیولي.

یوسف ټینګار وکړ، تر څو چې د افغانستان مسله حل شوې نه وي د امریکا او پاکستان د اړیکو په اړه خبرې ګټه نه لري.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.