حمدالله محب: طالبانو د جګړې ډګر کې ماتې خوړلې، له افغان وژنې دې لاس واخلي

دآزادیراډیو

د سولې خبرو له ګرمېدو او د طالبانو په وړاندې له یوې مودې نرمښت وروسته د دغه ډلې په وړاندې د لوړپوړو افغان چارواکو تندې څرګندونې!

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب وايي، وسله‌والو طالبانو د جګړې په ډګر ګې ماتې خوړلې، نور باید له افغان وژنې لاس واخلي.

ښاغلي محب د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۰۲» د دفاع وزارت د لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل او لوی درستیز یاسین ضیا د معرفي کېدو په غونډه کې د خبرو پر مهال طالبان د پردیو استخباراتي ادارو غلامان وبلل.

هغه وویل، طالبان دې نور د شرم ژوند پرېږدي او له افغان وژنې دې لاس واخلي.
ښاغلی محب زیاتوي: “دښمن د یوې استخباراتي ادارې په لمسون چې ټول اولادونه‌یې په کراچۍ، کوټه او اسلام‌اباد کې ژوند کوي او پر خپلو اولادونو زده‌کړې کوي، طالب مشرانو! دا د شرم ژوند نور پرېږدئ، د چا غلامي؟ د پردیو غلامي؟ وشرمېږئ چې دلته خپل پلونه ورانوئ او دلته افغانان وژنئ، راشئ په عزت سره په خپل کور کې واوسېږئ، اولادونه مو دلته راولئ چې افغانیت او خپل تاریخ زده کړي.”

ښاغلي محب طالبان د جګړې په ډګر کې مات وبلل او ویې‌ویل چې دغه ډله د جګړې له لارې نه‌شي بریالۍ کېدای.

هغه پر طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

په دې غونډه کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر هم په خپلو خبرو کې طالبان په خپله جګړه‌ییزه پالېسۍ کې ناکامه وبلل.
اسدالله خالد وویل، داسې معلومات ترلاسه شوي چې له بنده ازاد شوي طالبان بېرته د جګړې لومړیو کرښو ته ورګرځېدلي.

د هغه په خبره افغان حکومت د سولې په برخه کې خپل حسن نیت ښودلی، خو دا طالبان دي چې د سولې لپاره ژمنتیا نه‌لري.

ښاغلی خالد زیاتوي: “که پرېکړه وشي چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، موږ اماده یو چې له دې خاورې دفاع وکړو، دا خاوره په هېڅ صورت طالب ته نه‌شو پرېښودلی او دا خیال دی، خوب دی، جنون دی، دلته د فکر بدلون راغلی، موږ په داسې حال چې هم د هېواد د دفاع توان لرو او هم د بدې ورځې چمتووالی لرو، بیا مو هم پر طالبانو غږ دی چې راشئ د سولې پروسې ته، راشئ اوربند ته او نور د جنګ او جګړې ټغر په دې وطن کې ټول کړئ.”

دا د وسله‌والو طالبانو په وړاندې له تېرې څه مودې نرمښت وروسته لومړی وار دی چې لوړپوړي افغان چارواکي د دغه ډلې په وړاندې سختې او تندې څرګندونې کوي.

خو پوښتنه دا ده چې په داسې حساسو شېبو کې چې د سولې د بین‌الافغاني خبرو پیل ته هیله‌مندي ډېره شوې د لوړپوړو افغان چارواکو له لوري تندې څرګندونې په څه معنی؟
افغان پوځي کارپوه باري عارض وايي: “تر هغه ځایه چې د محب او خالد خبرې واورېدل شوې، د حکومت د نشراتو برخه هم د سولې ضد کلمات کاروي، دا د دې ښکارندویي کوي چې حکومت د سولې لپاره هېڅ اراده نه‌لري، همدا دلیل دی چې داسې تندې څرګندونې کوي ترڅو مقابل لوری راوپاروي.”

طالبان بیا دا څرګندونې د سولې پر وړاندې د خنډ په معنی بولي.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې دغه ډول څرګندونې بې‌اساسه دي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې جنګ جګړو زور اخیستی دی او تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.

تازه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پر خپل ټویټر لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په پېښو کې ډېر کسان وژل شوي او د دا ډول وضعیت دوام د سولې د خبرو له پیلېدو سره مرسته نه‌کوي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.