جوزيف ووټل: سولې ته د طالبانو په زور چمتو کول د نوې ستراتیژۍ برخه ده

 

واشنګټن (پژواک، ٢٣ کب ٩٦): د امريکا د وسله والو ځواکونو قوماندان وايي چې د زور له لارې د سولې خبرو ته د طالبانو اماده کول، د نوې ستراتيژۍ برخه ده.

د امريکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزيف ووټل دغه څرګندونې په واشنګټن کې د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو کمېسيون ته کړې دي.

هغه زياته کړې چې د نوې ستراتيژۍ له مخې به پر طالبانو د پوځي او سياسي فشار تر څنګ د پاکستان په څېر له هغو هېوادونو هم ګټه اخيستل کېږي چې له طالبانو سره اړيکې لري.

خو نوموړي ويلي، مهمه او کليدي ستراتيژي دا ده چې طالبان د زور له لارې د سولې خبرو اترو ته اماده کړى شي.

جنرال ووټل دغه راز وويل چې د سياسي او پوځي فشارونو تر څنګ افغان حکومت بايد پر اصلاحاتو هم ډېر کار وکړي او ولسمشر غني لا د مخه په دې برخه کې ژمنې کړې دي.

د امريکا د وسله والو ځواکونو قوماندان ويلي چې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه او د رڼو ټاکنو ترسره کول د دې اصلاحاتو يوه له مهمو برخو ده.

د هغه په وينا، له دغو اصلاحاتو سره به په افغان حکومت او خلکو کې د باور فضا رامنځته شي او کارونه به په ښه لوري روان وي.

جنرال ووټل د يوې پوښتنې په ځواب کې طالبان د (د نشه يي توکو ترهګره او مافيايي ډله) ياده کړه.

نوموړي زياته کړه، د افغانستان ٩٠ سلنه خلک نه غواړي چې طالبان دې يو ځل بيا واک ته ورسېږي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.