جوزف ووټل: ښايي له زرو زیات امریکايي عسکر له افغانستانه وایستل شي

دآزادی راډیو

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل ویلي چې ښايي له زرو زیات امریکايي عسکر له افغانستانه وایستل شي.

جنرال ووټل پرون د فبرورۍ په پنځلسمه روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دغو امریکايي عسکرو د کمولو پرېکړه د سولې لپاره له روانو هڅو سره ارتباط نه لري.

د هغه په وینا، دا وړاندیز په افغانستان کې د امریکا د پوځیانو قوماندان جنرال سکاټ مېلر کړی او هدف یې د امریکا د پوځ له امکاناتو منصفانه کار اخیستل دي.

سکاټ مېلر د ۲۰۱۸ میلادي کال په سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قوماندان وټاکل شو.
جنرال جوزف وټل پرون په عمان کې روېټرز اژانس ته ویلي:

“دا پلان جنرال مېلر په افغانستان کې د قوماندان په توګه تر ټاکل کېدو وروسته جوړ کړ او تمرکز یې پر دې و چې موږ څرنګه کولای شو چې د امکان تر حده موثر فعالیت او سپما وکړو.”

جنرال ووټل د عسکرو د ایستلو دقیق وخت نه دی څرګند کړی.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ عسکر لري.

جوزوف ووټل په افغانستان کې د خپلو قواوو د عمومي قوماندان له پرېکړې په ملاتړ کې ویلي، جنرال مېلر د قوماندان په حیث دا پرېکړه کړې او ښه پوهېږي چې څرنګه زموږ منابع سپمولای شي.

هغه ویلي چې جنرال مېلر ښايي د څوارلس سوه په شااوخوا کې عسکر وباسي، خو دقیق شمېر یې لا نه دی ورکړی.

په کابل کې د جنرال مېلر ویاند ډګروال ډېوېډ بټلر په دې اړه چې څومره عسکر به دقیقاً وایستل شي، له خبرو ډډه کړې ده.

خو روېټرز ته یې ویلي چې جنرال مېلر دومره امریکايي پوځيان وساتي چې د اړتیا په وخت کې د عملیاتو لپاره کفایت وکړي.

د روېټرز په حواله د سپما او اغېزمن فعالیت په نوم د امریکايي ځواکونو د شمېر د کمېدو پلان په کابل کې پوښتنې پېدا کړې دي.

یوه لوړ رتبه غربي ډيپلومات روېټرز ته ویلي:

“موږ دا مسئله له نږدې څارو، واضح ده چې د سپما کوم پلان چې جنرال مېلر لري، د عسکرو پر شمېر اغېز کوي.”

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر د ناټو په تړون کې د امریکا اروپايي متحدانو ته مهم دی.

د امریکا د متحدو ایالاتو د دفاع وزارت سرپرست پاترېک شاناهان تېره اوونۍ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د عسکرو د شمېر په اړه هېڅ پرېکړه به د دې تړون د نورو غړو له خبرتیا او هماهنګۍ پرته نه کوي.

شاناهان د جمعې په ورځ د جرمني په مونیخ ښار کې په نړیواله امنیتي غونډه کې په افغانستان کې د داعش د فعالیت یادونه وکړه او ویې ویل چې دې وسله والې ډلې په افغانستان او د نړۍ په ځینو نورو برخو کې د پښو ځای موندلی دی.

په داسې وخت کې چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر له افغانستانه د یو شمېر عسکرو د ایستلو خبره کوي، د دفاع سرپرست د مونیخ په غونډه کې د داعش پر ضد د نړیوال ائتلاف د لا قوي کېدو او پراختیا غوښتنه وکړه.

هغه په افغانستان کې د عسکرو د شمېر د کمولو یادونه ونه کړه.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر څو ورځې وړاندې کانګرس ته په کلنۍ وینا کې وویل چې په نږدې وخت کې به د داعش د خلافت د ړنګېدو اعلام وشي.

ډونالد ټرمپ په افغانستان کې هم د خپلو پوځیانو د شمېر د کمولو ټینګار وکړ، خو ویې ویل چې له طالبانو سره د سولې په مذاکرو کې پرمختګ ته به ګوري او پر اساس به یې پرېکړه کوي چې څومره پوځیان کم شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.