جنرال نېکلسن: یو شمېر طالبان او د هغوی مشران سولې ته لېواله دي

 

دآزادی راډیو

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان وایي، یو شمېر طالبان او د هغوی مشران د افغانستان له حکومت سره سولې ته لېواله دي او د طالبانو له متوسطې او لوړې کچې کسانو سره ارتباطات ټینګ شوي دي.

جنرال جان نېکلسن پرون چهارشنبه «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۹» ​له کابله په واشنګټن کې د متحده ایالاتو په دفاع وزارت کې خبریالانو ته د وېډیو کنفرانس له لارې وویل چې د خبرو اترو یو لړ چینلونه د سولې د بهیر د بېلابېلو لورو له‎خوا پرانیستل شوي، خو دی یې د دې لپاره نوم نه‎شي اخیستلی چې دا خبرې پټې دي.

جنرال نېکلسن په ورته وخت کې دا هم وویل چې د سولې په خبرو کې یو شمېر نړیوال سازمانونه، بهرني حکومتونه او هغه ډلې هم داخلې دي چې له دې سره دلچسپي لري.

په افغانستان کې روانه جګړه داسې ده، لکه د کمبودیا جګړه.
په‎دې برخه کې دې امریکایي جنرال یوازې دومره وویل چې زما ډیپلومات همکاران هم په‎کې شامل دي
طالبانو په خپله تر اوسه د سولې د خبرو په اړه څه نه‎دي ویلي.

د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه کله چې افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د سولې پراخ وړاندیز وکړ، طالبانو وویل چې دوی له امریکایانو سره خبرو ته حاضر دي نه د کابل له حکومت سره، خو جنرال نېکلسن وایي چې اوس طالبان په خپلو کې هم د سولې لپاره په جدي خبرو بوخت دي او پر دې بحث کوي چې دا جګړه څرنګه پای ته ورسوو.
د ده په وینا طالبانو ته د سولې په وړاندیزونو کې او د طالبانو د سولې په شرایطو کې ګڼ مشترک ټکي شته.

د سولې هیلې وروسته تر دې د یو شمېر کسانو په باور په افغانستان کې کمې شوې چې طالبانو د غویي میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د الخندق په نوم عملیات پیل کړل، خو جنرال نېکلسن وایي چې سږ کال د طالبانو پسرلني عملیات د تېرو کلونو په پرتله لږ شدید دي.

نېکلسن وویل، په افغانستان کې روانه جګړه داسې ده، لکه د کمبودیا جګړه چې په ورته وخت کې دواړو لورو د سولې خبرې کولې او جګړه‌یې هم مخته وړه.
دا خبره د امریکا په دفاعي پوهنتون کې استاد او په جرمني کې د افغانستان سفیر علي احمد جلالي هم ازادي راډیو ته وکړه:

​”د سولې امکانات خو شته، اما دا د دې معنی نه‎لري چې جنګ به یو ځل درېږي او د سولې پروسه به شروع شي، تر ډېره به جنګ او د سولې هڅې یو شان روانې وي، تر هغه وخته چې دواړه خواوې دې نتیجې ته ورسېږي چې د سولې لپاره لاره هواره ده او د دوی هغه اهداف چې لري یې د سولې له لارې په بهتر شکل ترلاسه کېدای شي.”

طالبانو د الخندق د عملیاتو له اعلان وروسته د افغانستان د یو شمېر ولسوالیو مرکزونه د لنډې مودې لپاره نیولي دي، خو بېرته ترې په شا شوي دي.

جنرال نېکلسن وویل چې افغان ځواکونه اوس د پخوا په پرتله پیاوړي شوي او دا وړتیا یې پیدا کړې ده چې د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي.

نېکلسن زیاته کړه چې د طالبانو ۸۰ فیصده بریدونه بېرته شا ته تمبېدلي او ۲۰ فیصده حملې یې هم په لنډ وخت کې خنثی شوې دي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.