جنرال نیکلسن: پر پاکستان به سیاسي فشارونه زیات شي

 

دآزادی راډیو

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان وايي چې دوی به په سيمه کې داعش وځپي او د افغانستان پر ګاونډيو هېوادونو به سياسي فشارونه زيات کړي، تر څو د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي.

د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال نیکلسن چې له څو بهرنیو سفیرانو او افغان امنیتي مسؤلینو سره يې پرون کندهار ولایت ته سفر کړی و، له والي او نورو ځایي چارواکو سره یې غونډه وکړه.

په افغانستان کې د ناټو نظامي مسؤلين وايي چې د داعش د له‎منځه وړلو لپاره جدي دي او غواړي چې د افغانستان ترڅنګ په ټوله نړۍ کړي داعش وځپي.

جنرال جان نیکلسن چې د هالنډ او ناروې د سفيرانو سره یو ځای د یکشنبې په ورځ کندهار ته راغلی وو، په يوې غونډه کې وويل چې پر هغو هېوادونو به هم سياسي فشارونه زيات کړي چې د ترهګرو ملاتړ کوي.
د ده په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتیژۍ له مخې د افغان حکومت دښمنان به په افغانستان کې ځپل کېږي او ملاتړ کوونکى یې چې پاکستان دی، سیاسي فشار به ورباندې راوستل کېږي.

نبکولسن وايي:

“موږ په ټوله نړۍ په خاص ډول په افغانستان کې پر داعش فشار راوړو تر څو دوی په مکمل ډول په ټوله نړۍ کې له منځه یو وړل شي. په افغانستان کې به جګړه ډېر ژر ختمه شي، ځکه د امنیتي ځواکونو سره نور حمايت هم کوو. پاکستان په خپلو ژمنو کې ریښتنی نه‎دی، موږ په افغانستان کې دننه او بهر پر ګاونډيو هېوادونو سياسي فشارونه زيات کړي، تر څو د ترهګر له ملاتړه لاس واخلي.”

په غونډه کې د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق وویل، نړيوال دې افغانستان ته د يمن، عراق او سوريې په څېر بې باوره سوله نه راولي او نه‎دې د سولې پر پروسه بې ځايه لګښتونه کوي.

جنرال رازق وويل چې د سيمې مشرانو او سپين‎ږيرو ته دې وخت ورکړل شي څو د طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي، د هغه په خبره چې دې ټکي ښه پايله ورکړې هم ده.

نړېوال دې افغانستان ته د يمن، عراق او سوريې په څېر بې باوره سوله نه راولي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت معین جنرال مراد علي مراد وویل، په افغانستان کې په ځانګړي توګه په جنوب کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ښه کېدونکی دی.

د نوموړي په وینا چې په میوند ولسوالۍ کې به د ملي اردو د قربانیانو غچ اخلي.

د کندهار والي زلمي ويسا بيا د افغانستان په اړه د امريکا ستراتيژي د ترهګرو د ځپلو په برخه کې مهمه وبلله او هيله يې څرګنده کړه چې دا ستراتيژي به هم د سیپټمبر د ۱۱مې په څېر وسله‎والې ډلې وځپي.
د ناټو ځواکونو چارواکي وايي چې دوی په افغانستان کې پر طالبانو يوازې له پوځي فشاره کار نه اخلي؛ بلکې د سولې لپاره يې هم د بېلابېلو طرحو د جوړولو هڅې کوي.

راپور: محمدصادق رښتینی

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.