جنرال نیکلسن: امریکا خبره ده چې د طالبانو مشران په کوټه او پېښور کې دي

 

 

تاند- په افغانستان کې د امریکا او ناټو ترمشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان وايي چې د طالبانو مشران په کوټه او پېښور کې اوسي.

جنرال جان نیکلسن له افغان رسنیو سره په مرکه کې وویل، امریکا له دې خبره ده چې د طالبانو مشران په کوټه او پېښور کې اوسي او په همدغو نومونو شوراګانې لري.

«د کوټې شورا، د پېښور شورا د هغو ښارونو په نامه دي چې په پاکستان کې دي.»

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر په زغرده وویل چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پناهځایونه په پاکستان کې دي او امریکا نور په پاکستان کې د ترهګرو خوندي پناهځایونه نه شي زغملی.

د جنرال نیکلسن په وینا په پاکستان کې د تروریستانو د پناهځایونو پر مسلې د امریکا او پاکستان د حکومتونو ترمنځ خبرې کېږي.

ده دا خبره د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې ایا له نوې ستراتیژۍ سره سم د پاکستان په خاوره کې عملیات کېږي او که نه کېږي.

نیکلسن ازادي راډیو ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې له روسيې، ایران او د افغانستان د نورو ګاونډیو هېوادونو سره ډیپلوماټيکې خبرې اترې کولای شي د سولې لپاره زمینې برابرې کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.