جنرال سکاټ میلر په قطر کې له طالب استازو سره کتلي

 

تاند، شنبه، د حمل ۲۳ مه: په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان په قطر کې د طالب استازو سره وکتل.

طالبان وایي، سیاسي مشرانو یې د افغانستان لپاره د ناټو او امریکايي ځواکونو له قومندان سکاټ میلر سره د دوحې په دفتر کې لیدلي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهيل شاهین په خپل ټویټر دا له هوکړې څخه د سرغړونو په اړه یوه مفصله ناسته بللې او ویلي یې دي چې په لیدنه کې د شپنیو چاپو او غیر جنګي سیمو کې د بریدونو په اړه خبرې شوې دي

بلخوا په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند سوني لیګت وایي، چې د غونډې په جریان کې دواړو لورو د تاوتریخوالي کمولو پر اړتیا خبرې کړې دي.

دا ناسته داسې مهال کیږي چې طالبانو څو ورځې وړاندې په یوه بیان کې ویلي وو چې دا ډله د سولې تړون سره سمه او ژمنه روانه ده خو امریکایي لوری سرغړونې کوي خو څو ساعته وروسته د ناټو یوه ویاند دا خبره رد کړه او طالبانو ته یې خبرداری ورکړ چې تاوتریخوالی کم کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.