جنرال باجوه وايي، په افغانستان کې پاکستاني کارګر د سختدریځو په نوم قرباني کېږي

 
تاند- د پاکستان لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه وايي، پاکستان په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

جنرال باجوه دا خبره وروسته له دې وکړه چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د غزني د سفر په لړ کې باجوه مخاطب کړ، ویې ویل چې له خپلې خاورې څخه د تروریستانو د راوښتو د مخنیوي په برخه کې پر خپلې ژمنې عمل وکړي.

راپورونه وايي چې د غزني له جګړې د شاوخوا ۱۵۰ تنو پاکستانیانو مړي پاکستان ته وړل شوي دي.

باجوه افغانستان ته ویلي چې د خپلو ستونزو ریښې په خپل هیواد کې ولټوي.

ده همداراز ویلي چې د افغانستان ستونزه د پخلاینې په پروسه کې د پرمختګ او د سولې او ثبات لپاره د افغانستان- پاکستان د عمل پلان د تطبیق له لارې حل کېدای شي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې له خبرپاڼې سره سم، جنرال باجوه ټینګار وکړ د پاکستان له خاورې په افغانستان کې تروریستي فعالیت نه کېږي.

ده په عین حال کې په ضمني ډول په غزني کې د پاکستانیانو وژل کېدا تایید کړې خو ویلي یې دي چې په افغانستان کې په زرګونو پاکستانیان کار کوي او ډېر ځلې هغوی قرباني شوي دي.

له بلې خوا وسله والو طالبانو د لوی اختر په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تر هغو به جګړې ته دوام ورکړي چې د دوی په وینا بهرني اشغالګر له هیواده وتلي نه وي.

طالبانو دغه راز ویلي چې د افغانستان مسله یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو له لارې هوارېدای شي.

ویل کېږي چې طالبانو تراوسه پورې ۳ ځلې له امریکایانو سره مخامخ خبرې کړي دي خو تر دې دمه د دغو خبرو په نتیجه کې د سولې لور ته کوم پرمختګ نه دی لیدل شوی.

طالبانو او امریکایانو د خپلو خبرو جزییات پټ ساتلي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.