جمعیت ګوند د عطا محمد نور برطرفي تایید کړه
تاند- جمعیت ګوند د عطا محمد نور د برطرفۍ اوازې تایید کړې، ویې ویل چې د اجرايي ریاست یوه پلاوي په دې اړه له نور سره په بلخ کې کتلي دي.
د بلخ والي عطا محمد نور ته ویل شوي چې یا په خپله استعفا اعلان کړي او یا به ارګ د ده ګوښه توب ژر اعلان کړي.
د جمعیت ګوند ویندوی وايي چې بلخ ته یو پلاوی استول شوی چې له عطا محمد نور سره خبرې وکړي.
ارګ وروسته له دې د بلخ له ولایته د نور د برطرفۍ پرېکړه وکړه چې ده تېره اوونۍ په هرات کې له اسماعیل خان سره په یوه غونډه کې د نظام پر ضد د خلکو د بغاوت غوښتنه وکړه.
تراوسه پورې عطا محمد نور د خپلې برطرفۍ په اړه له رسنیو سره خبرو ته حاضر شوی نه دی. خو ټاکل شوې ده چې د ولسمشر غني ویندوی نن په یوه خبري غونډه کې د نور د برطرفۍ د پرېکړې په اړه حرګندونې وکړي.
راپورونه وايي چې د عطا محمد نور له برطرفۍ سره اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم موافقه څرګنده کړې ده.
د جمعیت اسلامي ګوند ویاند عبدالشکور واقف حکیمي د نور د برطرقۍ موضوع تایید کړه او ویې ویل چې په دې اړه د دې ګوند پلاوي له عطا محمد نور سره کتلي دي.
د ښاغلي حکیمي په وینا عطا محمد نور به په راتلونکي کې څه رول ولري بحث وشو، مګر په وینا یې دا بحث وروستی شوی نهدی.
نظرات بسته شده است.