جلال اباد کې د پاکستان وېزې د ټوکنو د وېش پرمهال ۲۵ تنه مړه و ژوبل شوي اکتوبر 21, 20

 

تاند ( چهارشنبه، د میزان ۳۰) د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، چې نن سهار د جلال اباد ښار اړوند فوټبال لوبغالي کې د پاکستان د وېزو د ټوکنو د وېش پرمهال د ګڼې ګوڼې له امله ۱۲ ښځې مړې شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

د ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي په ژوبلو کې ۳ نارینه هم شامل دي.
په ورته مهال د ټوکنو د وېش د پروسې د تنظیم مسول فضل ربي حمیم وایي، چې له یادې پېښې وروسته یې لسګونه زره پاسپورټونه راټول کړي.

دی وایي: ( موږ پاسپورټونه د بې نظمۍ د ختمولو لپاره راټول کړي، دابه په ورځني ډول تقسیم بندي کوو، هره ورځ به په ۱۰۰۰ پاسپورټه ویزې لګول کېږي او خلکو ته به وېشل کېږي.)

د ټوکنو د وېش په ځای کې لسګونه زره پاسپورتونه بې برخلیکه پراته وو ، چې د نظم او ورکېدو هېڅ ضمانت یې شتون نه درلود.

هڅه مو وکړه څو د دې بې برخلیکه پاسپورټونو په اړه وضاحت ترلاسه کړو خو، د ټوکنو د وېش مسولینو او دغه ولایتي ادارې داسې څه ونه ویل چې قانع کوونکي وي.

ډیری وېزه اخیستونکي په دې اندېښمن دي چې وایي ښایي پاسپورتونه یې ورک شي او یا هم په ډېر ځنډ یې بېرته ترلاسه کړي.

ننګرهار کې د پاکستان د وېزو لپاره د ټوکنو د وېش پرمهال ۱۱ ښځې مړې شوي

لومړی تعقیب:

تاند ( چهارشنبه، دمیزان ۳۰) د جلال اباد ښار په فوټبال لوبغالي کې د پاکستان د ویزو د ترلاسه کولو په خاطر د ټوکنو د وېش پرمهال ۱۱ ښځې مړې شوې دي.

امنیتي مسولان وایي، پېښه د ګڼې ګوڼې له امله رامنځته شوې او له امله یې ۱۲ تنه نور ژوبل شوي هم دي.

بل لورته د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل وایي، چې د پېښې له ځایه دوی ته ۱۱ تنه مړه او ۱۰ تنه ژوبل ور وړل شوي دي.

عادل وایي په مړو او ژوبلو کې دوه نارینه او نور ټولې ښځې دي.

په جلال اباد ښارکې د کورونا له بندیزونو وروسته د پاکستان کونسلګرۍ د ویزو د لړۍ د پيل پرمهال د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله ولایتي ادارې پرېکړه وکړه چې د نظم د رامنځته کولو پرمهال به لومړی په فوټبال لوبغالي کې ټوکنې وېشل کېږي او بیا به ویزې ورکول کېږي.

خو ځايي خلک وایي د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله د ټوکنو د وېش پروسه هم له ستونزو ډکه ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.