جرمني په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر زیاتوي

 

 

تاند- جرمني به افغانستان ته څو سوه نور پوځیان راولېږي چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له روزلو سره مرسته زیاته کړي.

د جرمني دفاع وزیرې اورسلا فون دیر لیین وویل، په افغانستان کې به د جرمني پوځیانو شمېر ۱۳۰۰ ته ورسېږي.

د راپورونو له مخې، اوس جرمني په افغانستان کې ۹۶۰ پوځیان لري او ا کثره په شمالي ولایتونو کې ځای پر ځای دي.

تېره میاشت د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وویل چې دا تړون غواړي چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر زیات کړي څو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزلو بهیر چټک کړي او هغوی د خپل حکومت او خاورې دفاع پخپله وکړای شي.

ستولتنبرګ دا هم وویل«زموږ هدف دا دی چې سږ کال د خپلو پوځیانو شمېر ۱۶۰۰۰ ته ورسوو. تېر کال مو په افغانستان کې ټول پوځیان ۱۳ زره ول.»

د دغو پوځیانو لویه برخه د امریکايي ځواکونو ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.