جرمني د طالبانو او افغان حکومت استازو ترمنځ مخامخ خبرو ضمانت کړی – احمدي

 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په نږدې ورځو کې د بین الافغاني خبرو د پیلیدو خبر ورکړی او ویلي دي، چې جرمني د وسله والو طالبانو او د افغان حکومت د استازو ترمنځ مخامخ خبرو د پیل لپاره د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ته ډاډ ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي د یکشنبې په ورځ ( چنګاښ په ۹ مه) کابل کې خبریالانو ته وویل، چې جرمني چارواکو دا ډاډ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره په کتنو کې هغه ته ورکړی دی.

ښاغلي احمدي وویل ” البته بین الافغاني خبرې شاید په یوه یا دوه اونیو کې پیل شي او جرمني د طالبانو د استازو او د افغان دولت د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو د ترسره کیدلو ضمانت کړی دی”.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر تیره اونۍ د جرمني چارواکو سره د سولې په مسله د سلامشورو لپاره هغه هیواد ته سفر کړی وو.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، په افغانستان کې د سولې ټینګدل نږدې شوي او افغان حکومت تمه داده، چې ژر به د ښکیلو غاړو ترمنځ بین الافغاني خبرې پیل شي.

صغبت الله احمدي د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ په دوحه کې د اووم پړاو د پیل شوو خبرو په اړه وویل، چې افغان حکومت د دغو خبرو له جریان څخه خبر دی.

هغه په دې برخه کې افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر یادونه هم وکړه او ويې وویل، ښاغلی خلیلزاد هم افغان حکومت ته د طالبانو له استازو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکوي.

ښاغلي احمدي وویل” د سولې د خبرو په ټولو پړاونو باندې بحث شوی، زه د قطر د خبرو جزئیات وروسته له تاسو سره شریکوم، ډیر ژر یې هم شریکوم “.

صبغت الله احمدي وویل، چې د سولې د خبرو په برخه کې به افغانان ژر ښه خبرونه واوري.

هغه وویل، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د خبرو د کوربتوب لپاره تراوسه دریو هیواد ونو، اندونیزیا، جرمني او ازبکستان خپل چمتوالی ښودلی دی.

ښاغلي احمدي وویل ” مونږ هیله لرو، چې یو د دغو دریو هیوادونو څخه به د دې ناستې کوربتوب وکړي او هغه ناستې، چې پایلې ولري کوربتوب یې وکړي”.

د بهرنیو چارو د وزارت دغه چارواکي په ټینګار وویل، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره روانې هڅې یو داسې پړاو ته داخلې شوي، چې دمخه هیڅکله نه وې داخلې شوې.

صغبت الله احمدي، جرمني ته د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني د سفر او د جرمني چارواکو سره د هغه د لیدو کتو په هکله هم خبریالانو ته معلومات ورکړل او یې ویل، چې جرمني په افغانستان کې د سولې د ټينګیدو سره جوخت د ټاکنو په ترسره کیدو هم ټینګار کوي.

ښاغلي احمدي وویل، افغان حکومت د جرمني چارواکو سره په کتنو کې د سولې خبرو کې ښځو، بشري حقونو او بیان ازادۍ باندې ټینګار وکړ او دا مسایل یې د دغه حکومت لپاره د سرو کرښو په توګه یادې کړي دي او ویلي دي، چې افغان حکومت به هیڅکله پر دغو اصولو معامله ونه کړي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.