جرمني د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د کوربه توب وړاندیز کړی

 

تاند- جرمني، چې د افغانستان یو لوی مرستندوی هیواد او د ناټو په مشرۍ په افغانستان کې د نړیوال ايتلاف غړی دی، د افغانستان له حکومت او طالبانو سره په تماس کې دی چې د افغانستان د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې خبرې پیل کړي.

طالبانو د تېر کال له سپټمبر څخه له امریکایانو سره خبرې کوي خو تر دې دمه یې د افغانستان له حکومت سره له خبرو انکار کړی دی.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوس پوڅیل روانه میاشت کابل او دوحې ته لږترلږه دوه ځلې سفر وکړ چې له افغان چارواکو او طالب استازو سره خبرې وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پوڅیل وویل«په افغانستان کې د سولې لپاره د اوسنۍ پروسې چانس باید له لاسه ونه وځي. که د افغانستان دوستان- چې جرمني یې یو دی- په دې هڅه کې مرسته کولی شي، باید موږ یې وکړو.»

سره له دې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د امریکايي پوځیانو د وتلو او له افغانستانه پر نورو هیوادونو د تروریستي حملو د نه کېدو په برخو کې پرمختګ شوی خو تراوسه پورې د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د سولې موافقه نه ده شوې. اوربند امریکا او د افغانستان د حکومت یوه اساسي غوښتنه ده.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویندوی سُهیل شاهین وايي، جرمني یو له څو هیوادونو څخه دی چې د افغانستان د مسلې له سوله ییز حل سره د مرستې وړاندیز یې کړی دی.

د طالبانو یوه بل مشر، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې اروپايي اتحادیه او اندونیزیا هم ورته وړاندیز کړی دی.

شاهین رویټرز ته وویل، په جرمني کې د سولې د خبرو په اړه د دغه هیواد له ځانګړي استازي سره خبرې شوي خو تراوسه پورې پرېکړه نه ده شوې.

851 total views, 188 views today

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.