ثنا اعجاز: د پاکستان پوځ ګواښلي وو چې د بنو جلسه به نه کوئ

 

تاند، سه شنبه، د جدي ۲۴مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ شورا غړې ثنا اعجاز وايي، د پاکستان پوځي ادارې له بیلابیلو لارو غواړي چې دغه غورځنګ وځپي او ستونزې ورته جوړې کړي.

نوموړې په افغانستان کې له یوې خصوصي رسنۍ طلوع سره په یوه مرکه کې ویلي، پاکستاني چارواکو یې په رسنیز پوښښ بندیز لګولی دی او د بنو د جلسې په ورځ یې انټرنیټ هم د غونډې په سیمه کې قطع کړی و.

اغلې اعجاز وايي، پي ټي ایم او غړي یې ګواښل شوي وو چې د بنو جلسه ترسره نه کړي، خو دغې غونډې ته بیا هم لسګونه زره کسان ورغلل.

د اعجاز په خبره د وروستۍ جلسې هدف یې دا و چې پاکستان لا هم په پښتنو سیمو کې وژنې کوي او د ترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د یادونې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشنبې په ورځ په بنو منداڼ پارک کې د جګړې د قربانیانو د غږ پورته کولو لپاره لویه جلسه وربللې وه.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.