تېرو ۴۸ ساعتو کې واورو او ورښتونو ۲۹ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

 

تاند، چهارشنبه، د دلوې ۲۳مه: د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت له تېرو ۴۸ راهیسې په نهو ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو له کبله د ځاني او مالي زیانونو اوښتو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي وایي، په هېواد کې وروستیو ورښتونو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په ډایکنډي ولایت کې اړولې، چې درې تنه پکې وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي: (( دغه وګړي یا واورو لاندې کړي، یا کوټې پرې راناستې دي))

ښاغلی عظیمي زیاتوي، چې په غزني کې هم د واورې ورېدو له کبله یو تن مړ شوی دی: (( وزارت تر دې وړاندې ټولو ولایتونو ته اړین خوراکي توکي او نغدې پیسې هم استولې دي، څو اړوندې ادارې په بیړني حالت کې ترې ګټه واخلي.))

د یادولو وړ ده، چې د هوا پېژندنې ادارې دوې ورځې وړاندې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د سختو واورو، بارانونو ورېدو او سېلانونو راتلو خبر ورکړی و.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.