تر ۷ کلن ځنډ وروسته هلمند کې د بُست تصدۍ فابریکې په فعالیت پیل کړی

 

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲۳) چارواکي وايي د هلمند د تصدۍ فابریکه تر ۷ کلن ځنډ وروسته بیا فعاله شوه چې په زرګونه ټنه پنبه به ورته وپېرل شي.

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د بُست د تصدۍ فابریکه وروسته تر ۷ کلونو بیا فعاله کړې چې پکې به د پنبې د پروسس بهیر پیل شي.

د هلمند والي محمد یاسین د یادې فابریکې د پرانیستغونډې پر مهال ویلي، چې دغه فابریکه د ۳۰ زره ټنه مالوچو د پروسس وړتیا لري، خو سږکال به د دې فابریکې لپاره ۴ زره ټنه پنبه وپېرل شي.

ښاغلي یاسین ویلي تر اوسه یې یواځې ۸۰۰ ټنه رانېولې ده.

د هلمند والي په خپلو خبرو کې ویلي چې په یاده فابریکه کې به غوړي، صابون، کنجاړه او پنبه تولید شي.

د کرنې وزارت بیا وايي چې په تېرو ۷ کلونو کې یې د بودیجې د نشتوالي له کبله ددغې فابریکې فعالیتونه په ټپه ولاړ وه چې اوس د بوديجې په منظورېدو به بیا په کار پیل وکړي.

بلخوا د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس زلمی الکو وایي، چې سږکال ددې ولایت په ۱۵ زره او ۹۱۰ هکټاره ځمکه کې پنبه کرل شوې، چې لږ تر لږه ۶۵۰ زره مټریک ټنه مالوچ به تولید کړي.

د مسؤولینو په خبره د هلمند د تصدۍ په فابریکه کې به درې سوه کروندګرو ته په مستقیم او په زرګونه نورو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

تر دې مخکې د هلمند پنبه ګاونډیو هېوادونو ته انتقالېده چې ددې فابریکې په جوړېدو سره به په کور د ننه ورته مناسب بازار پیدا شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.