ترکیې افغانستان ته د روغتیايي تجهیزاتو بله لویه محموله هم راواستوله

 

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۲مه: ترکیه وايي، افغانستان ته یې د کورونا پر ضد مبارزې لپاره د طبي وسایلو او تجهیزاتو دویمه لویه محموله هم نن واستوله.
د ترکیې انادولو اژانس وايي، دغه محموله یې نن په یوه نظامي الوتکه کې د انقرې له اتي مسقود هوايي ډګر څخه افغانستان ته بار کړې ده، چې ۱۰ وینټیلاټورونه، ۱۰ اکسیجن تنظیموونکي ماشینونه، ۱۰ دفیبریلاتورونه، ۱۰ نیبولایزرونه، ۳ پي سي آر ماشینونه، د کورونا د تشخیص ۳۰ زره کېټونه، ۲۵ زره این ۹۵ صحي ماسکونه، ۵۰ زره جراحي ماسکونه او نور لوازم هم پکې دي.

انادولو وايي، دا وسایل به د نن ورځې تر پایه کابل ته راورسېږي.
ترکیې تر دې څو ورځې وړاندې هم له افغانستان سره د صحي توکو او تجهیزاتو مرسته کړې وه.

تر دې دمه چین، قطر، عربي اماراتو، ناټو، اروپايي ټولنې، جرمني، ایران او هند له افغانستان سره د کورونا پر ضد د مبارزې لپاره د تجهیزاتو مرسته کړې ده، ځکه افغانستان اعلان کړی چې د تجهیزاتو له شدید کمښت سره لاس و ګرېوان دی.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.