ترکي الفیصل: مجاهدین مو پر پاکستان د شوروي د برید د مخنیوي لپاره جوړ کړل

 

تاند، چهارشنبه، د ثور ۱۰مه: د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر شهزاده ترکي الفیصل د افغان مجاهدینو له تازه رسوایو څخه پرته پورته کړې ده او ویلي یې دي مجاهدین د دې لپاره رامنځته کړای شول چې پر پاکستان د شوروي اتحاد د برید مخه ونیول شي.

نوموړي د سعودي دولتي خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، د شوروي اتحاد پر وړاندې جګړه کې سعودي عرب، امریکا او پاکستان یو ایتلاف کې وو او د شوروي اتحاد د مخې د ډب کولو لپاره د پاکستان لخوا په جوړو شویو کمپونو کې زرګونه عرب جنګیالي ځای پر ځای شوي وو: (( دغه عرب جنګیالي رضاکاران وو، چې د شوروي اتحاد پر ضد جګړه کې زموږ د دریو واړو هېوادونو ښي مټ ګڼل کېدل.))

ښاغلي فیصل ویلي، افغان مجاهدین او عرب جنګیالیو په پېښور کې د القاعده ډلې بنسټ کېښود او د القاعدې منځته راتګ د افغانستان د کورنۍ جګړې نتیجه وه.

نوموړی منکر شوی دی چې ګواکې د القاعده په رامنځته کولو کې د امریکا او سعودي لاس و، خو دا یې نه ده رد کړې چې پاکستان په دې کې څه کردار درلود: (( له اسامه بن لادن سره زما هیڅ اړیکه نه وه، هغه مې په اسلام اباد کې د سعودي په سفارت کې یو ځل وکوت، بیا مې په جده کې لیدلی و، په اخره لیدنه کې یې عرب مجاهدینو ته په یمن کې د استخباراتي معلوماتو د رسولو غوښتنه راڅخه وکړه خو ما رد کړه.))

ښاغلي ترکي الفیصل ویلي، په ۱۹۹۵ کال کې د سوډان پخواني ولسمشر عمرالبشیر په دې شرط سعودي ته د اسامه بن لادن د سپارلو هوکړه وکړه چې سعودي کې به د هغه پرضد هیڅ قانوني اقدامات نه کېږي، خو په وینا یې چې سعودي دا خبره رد کړه.

نوموړی وايي، له هغې وروسته اسامه بن لادن افغانستان ته ولاړ: (( ماته د هغه وخت ولیعهد عبدالله بن عبدالعزیز امر وکړ چې ملا عمر ته ورشم او اسامه ترې وغواړم، خو ملا عمر بیا دا خبره ونه منله.))

دا په داسې حال کې ده چې القاعده او ورسره ګڼ نور وهابي ترهګرې ډلې پر سعودي عربستان ورتپل کېږي او ویل کېږي چې په سیمه کې یې د استخباراتي جګړو د مخته بیولو لپاره دا ډلې جوړې کړې وې او لا یې هم ملاتړ کوي.

له دغو ډلو د وهابي داعش ډلې د جوړولو پړه هم پر سعودي ور اچول کېږي او ویل کېږي چې لا هم له القاعدې سره د سعودي اړیکه پرې شوې نه ده.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.