ترکمنستان د ټاپي نللکیه په خپله خاوره کې بشپړه کړه

 

 

تاند- د ټاپي نللیکې اجرايي رييس وايي چې د ترکمنستان په خاوره کې د ټاپي پایپ لاین بشپړ شوی دی.

د یورو نیوز د راپور له مخې، د ټاپي کمپنۍ اجرايي رييس محمد مراد امانوف وویل«د دې لپاره چې د پروژې اوسني پړاو ته ورسېږو، له ۲۰۱۵ څخه موږ ډېر کار کړی دی.»

ده همداراز وویل«موږ په ترکمنستان کې خپل کار بشپړ کړی او اوس د افغانستان په لور حرکت کوو. پلان لرو چې خپل کار بشپړ کړو او د ۲۰۱۹ تر پایه په نللیکه کې ګاز ولېږو.»

روانه اوونۍ د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو، د پاکستان صدراعظم او د هندوستان د بهرنیو چارو د دولت وزیر په هرات کې د ټاپي پروژې د کار پیل په یو لړ مراسمو کې افتتاح کړ.

سره له دې چې طالبانو ویلي چې د ټاپي پروژې ملاتړ کوي خو لا هم په دې ستره پروژه کې شامل هیوادونه د نللیکې د امنیت په اړه اندېښنه لري.

افغان چارواکي وايي چې د پروژې د امنیت لپاره یې لازم اقدامات کړي دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.