بې پېلوټه الوتکې په کورمه کې د حقاني شبکې پر غړیو بمباري وکړه
تاند- د امریکا یوې بې پېلوټه الوتکې نن سهار وختي د کورمې ایجنسۍ په قبایلي سیمه کې د مشکوکو سختدریځو پر ځالو بمباري وکړه.
پاکستاني چارواکي حمله تاییدوي خو وايي تراوسه پورې ورته څرګنده شوې نه ده چې برید پر ډیورند کرښه شوی او که پر کورمه ایجنسۍ.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې برید پر پیشوغر سیمه شوی او لږترلږه ۲ تنه پکې وژل شوي دي.
د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼه د باوري سرچینو په قول وايي چې دا برید په غوزګاري سیمه کې پر یوې کلا شوی چې له کبله یې مرګ ژوبله پېښه شوې نه ده ځکه چې د کلا یوه برخه، چې سختدریځي پکې نه ول، لګېدلې ده.
امریکايي بې پېلوټه الوتکې د پاکستان په خاوره کې د حقاني شبکې پناهځایونه په نخښه کوي.
د روانې میاشتې په لومړیو کې د امریکا بې پېلوټه الوتکو لږترلږه ۱۱ تنه مشکوک سختدریځي ووژل.
د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلانه وروسته پر کورمه ایجنسۍ د بې پېلوټه الوتکو حملې زیاتې شوي دي.
نظرات بسته شده است.