بهرمېشتې افغانان هر کال د خپل هیواد له اقتصاد سره ۱۱۶ ملیون ډالره مرسته کوي
تاند- د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر عالمي بلخي وايي چې بهرمېشتې افغانان د خپل هیواد له اقتصاد سره د کال د ۱۱۶ ملیون ډالرو مرسته کوي.
ښاغلي بخي نن /سې شنبه/ په خپل وزارت کې د مهاجرو د معلوماتي مرکز د پرانستنې په مهال وویل«د شویو څېړنو له مخې، هر کال د افغان کډوالو له لوري د افغانستان له اقتصاد سره د څه باندې ۱۱۶ ملیون ډالرو مرسته کېږي.»
ده وویل چې د نړیوال بانک څېړنې ښيي چې دا پیسې افغانستان ته د حوالو له لارې رالېږل شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر دا هم وویل چې د نړیوال بانک د څېړنې راپور د وزیرانو شورا ته وړاندې شوی دی.
ده وویل چې د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د حوالې لګښت له ۵ فیصدو ۳ فیصدو ته راټیټ کړي.
د ښاغلي بلخي په وینا په ۲۰۱۶ م کال کې شاوخوا یو ملیون افغان کډوال بېرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي.
عالمي بلخي وايي چې اوس له هیواده دباندې د افغان کډوالو شمېر تر ۶ ملیونو لږ شوی دی.
نظرات بسته شده است.