بهرامي: ناټو افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره پر پاکستان فشارونه زیاتوي

 

دآزادی راډیو

د افغانستان دفاع وزیر ډګر جنرال طارق شاه بهرامي وايي، د ناټو د دفاع وزیرانو ژمنه وکړه چې پر پاکستان به سیاسي فشار زیاتوي څو د تروریستي ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

جنرال بهرامي په بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو په غونډه کې له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې وویل، ناټو به پر پاکستان فشار زیات کړي څو مجبور شي چې په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره صادقانه مرسته وکړي.
ښاغلي بهرامي په دې اړه نور جزئیات څرګند نه کړل:

“دا به له وخته مخکې وي که ووایو چې څه ډول فشار به وي خو په مجموع کې به سیاسي فشار زیات شي څو پاکستان د ترورېزم او د تروریستانو له ملاتړ څخه لاس واخلي او دې ته مجبور شي چې د افغانستان د سیاسي حل په برخه کې صادقانه کار وکړي.”

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان هم په پرونۍ غونډه کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې تر ټینګېدو پورې به د وسله والو مخالفینو په وړاندې پوځي فشار او د افغانستان پر ګاونډیانو ډیپلوماتیک فشار دوام وکړي.

جنرال جان نیکلسن له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې وویل چې وسله وال مخالفین لاهم په پاکستان کې مرکزونه لري.

ښاغلي نیکلسن زیاته کړه چې له پاکستان سره په دې اړه د ناټو خصوصي خبرې روانې دي خو ده زیاته کړه چې که وضعیت بدل نشي، پر پاکستان فشارونه به دوام وکړي.

په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن
په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن
دی وايي:

“خصوصي خبرې روانې دي خو تراوسه مو د پاکستان په سلوک کې کوم بدلون نه دی لیدلی او دښمن لا هم په پاکستان کې له خپلو خوندي ځالو څخه فعالیت کوي خو موږ غواړو په راتلونکو میاشتو د پاکستان په سلوک کې بدلون ووینو.”

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د خپل حکومت په نوې ستراتیژۍ کې پر پاکستان د سیاسي فشار د زیاتولو سپارښتنه کړې او دا دی نژدې درې میاشتې وروسته د امریکا اروپايي متحدان هم په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د بریا لپاره دا فشار خورا مهم بولي.

د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په بروکسل کې په خپله دوه ورځنۍ غونډه کې چې پرون پای ته ورسیده پریکړه وکړه چې افغانستان ته به شاوخوا درې زره نور سرتیري استوي. دوی د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره په کال کې د یو میلیارد ډالرو مالي مرستې ژمنه هم وکړه، خو په عین حال کې یې له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په تېره د هېواد د ملي- دفاعي ځواکونو په لیکو کې فساد له منځه یوسي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.