بلخ کې د قیصاري په نیولو پسې هوايي عملیات هم روان دي

 

تاند، یکشنبه د قوس ۲۴مه: د بلخ ولایت یو شمېر سرچینې وايي، افغان ځواکونو د نظام الدین قیصاري د نیونې لپاره هوايي عملیات پیل کړي دي.

د بلخ د ولایتي شورا یو غړی محمد امین دره صوفي وايي، د افغانستان د هوايي ځواکونو څرخکې د قیصاري د کور شاوخوا ګرځي او داسې راپورونه ترلاسه شوي دي چې یو شمېر ځواکونه د هغه کور ته هم ننوتي دي تر څو یې ژوندی ونیسي.

نوموړی وايي، څرخکو د قیصاري په پټنځای د باغ شهر کمال سیمه کې څو توغندي هم توغولي دي.

تر اوسه د قیصاري د پلوي ملېشو له منځه د پنځو کسانو او د امنیتي ځواکونو د ۴ کسانو د ژوبلېدو راپورونه ورکول شوي دي خو تایید شوي نه دي.

دا په داسې حال کې ده چې جنرال دوستم بیا د امنیتي ځواکونو او قیصاري تر منځ د منځګړیتوب لپاره عنایت الله بابر فرهمند او ورسره د ملي جنبش ګوند یو پلاوی بلخ ته استولی دی.

د جنبش ګوند غړی بشیر احمد تینج وايي، دا پلاوی د وضعیت د لا خرابتیا د مخنیوي او د حالاتو د کنټرول لپاره سیمې ته استول شوی دی، چې د ازبکو قومي مشران هم په کې دي.

خو داسې راپورونه هم ورکول شوي دي چې جنرال دوستم تېره ورځ پخپله په بلخ کې و او همغه د قیصاري د نیولو امر ورکړی و.

پر قیصاري د عامه وژنې، زورواکۍ، غصب او باج ټولونې تورونه دي چې حکومت ته یې له دغو ټولو شیانو څخه د لاس په سر کېدو ژمنه ورکړې وه.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.