بغلان کې وسله والو ۱۳ معدنچیان وژلي

 

دآزادی راډیو

په بغلان کې نامعلومه وسله والو نن له غرمې وروسته په درېیو بجو ۱۳ معدنچیان وژلي دي.

د بغلان د تاله او برفک ولسوال فیض محمد امیري ازادی راډیو ته وویل چې دا کسان د یادې ولسوالۍ په انار درې سیمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوي او درې تنه نور یې ژوبل دي.

که څه هم چا د دې حملې مسؤلیت نه دی منلی خو د تاله او برفک ولسوال فیض محمد امیري وايي، کیدای شي داعش یا د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو دا معدنچیان چې هزاره توکم دي ویشتلي وي.

دا معدنچیان د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ اوسیدونکي وو چې غوښتل یې د بامیانو له لارې خپلو کورونو ته ولاړ شي.

تر دې مخکې په لویو لارو کې د سړي تښتونو پېښې لیدل شوي خو دا لومړی وار دی چې په دې تعداد کسان د سفر پر مهال وژل کېږي.

پخواني:

په بغلان کې نامعلومه وسله والو نن له غرمې وروسته شاوخوا درې بجې ۱۳ معدنچیان وژلي دي.

د بغلان د تاله او برفک ولسوال فیض محمد امیري ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان د اناردرې په سیمه کې د وسله والو له خوا وژل شوي او درې تنه نور یې ژوبل دي.

که څه هم چا د دې حملې مسؤلیت نه دی منلی خو د تاله او برفک ولسوال وايي، کیدای شي داعش یا د اسلامي دولت ډلې جنګیالیو دا معدنچیان چې هزاره توکم دي او له بغلان نه بامیانو ته خپلو کورونو ته روان و ویشتلي وي.

تر دې مخکې هم په لویو لارو کې د سړي تښتونو پېښې شوي خو دا لومړی وار دی چې په دې تعداد کسان د سفر پر مهال وژل کېږي.
راسره ملګري شئ
اړيکه
زموږ سره اړیکې
معلومات
زموږ په اړه

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.