بشر حقونو کمېسیون: تېر کال افغانستان کې ۲۷۰۰ ماشومان قرباني شوي

دآزادی راډیو

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وایي، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې افغانستان کې د جګړو له امله ۲۷۰۰ ماشومان قرباني شوي دي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۳» په کابل کې وویل، یوازې په تېر کال کې د ښکېلو لورو ترمنځ د جګړو له امله څه باندې ۲۷۰۰ ماشومان په افغانستان کې قرباني شوي چې له دې ډلې ۴۶۰ ماشومان وژل شوي او ۲۲۷۸ نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي نظري ماشومان د دې ټولنې زیانمنه قشر یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې د سولې خبرو کې د ماشومانو حقونه باید په پام کې ونیول شي.

دغه کمېسیون د خپلې ودانۍ مخې ته د دې قربانیانو په یاد (د جګړې قرباني ماشومان) په نو یوه باغچه هم پرانیسته.

په دې باغچه کې د ۱۲۰ تنو دغو ماشومانو نومونه هم د یوې تیږې په مخ لیکل شوي چې تېر کال په بېلابېلو حملو او چاودنو کې وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د یو شمېر قربانیانو کورنیو د خپلو ماشومانو په یاد یو یو نیالګی کېنوو او په هېواد کې د سولې غوښتونکي شول.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.