بشري حقونه: د افغانانو په زوره ستنول د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده

 

 
تاند- د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ اروپايي هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې افغان پناه غوښتونکي په زوره خپل هیواد ته ونه لېږي.

د بشري حقونو د څار ډلې نن /پنجشنبه/ وویل، د اروپايي هیوادونو له لوري د هغو افغانانو په زوره افغانستان ته لېږل، چې د پناه غوښتنلیکونه یې په دغو هیوادونو کې رد شوي دي، د دې سبب کېږي چې بېرته ستانه کړای شوي کسان په افغانستان کې د شکنجې، یرغمل کېدو او وژل کېدو له خطر سره مخامخ شي.

دا ډله وايي چې په ۲۰۱۶ م کال کې شاوخوا ۹ زره ۵۰۰ افغان پناه غوښتونکي وروسته له دې بېرته افغانستان ته لېږل شوي چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

د هیومن رایټس واچ په وینا تر دې یو کال وړاندې (۲۰۱۵) ۳۳۰۰ افغانان بېرته افغانستان ته استول شوي ول.

په دې کسانو که هم هغه کسان شامل دي چې نیول شوي او په زوره استول شوي او هم هغه کسان شته چې پیسې ورکړای شوي او پخپله خوښه هیواد ته تللي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې د اروپايي هیوادونو له لوري افغانستان ته د پناه غوښتونکو په زوره ستنول د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.

دا ډله وايي، اروپايي هیوادونو افغانستان ته د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر په داسې وخت کې چټک کړی چې په افغانستان کې جګړې زیاتې شوي او د داعش سختدریځه ډله هم پکې فعاله شوې ده.

دې ډلې د ملګروملتو راپور ته په اشارې ویلي، په ۲۰۱۶ م کال په افغانستان کې ۱۱ زره ۵۰۰ ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي چې درېمه برخه یې ماشومان دي.

په راپور کې د هغې کورنۍ یادونه هم شوې چې د ناروې حکومت په زوره وایستله، په افغانستان کې یې د کور مشر له تښتول کېدو وروسته ووژل شو او ماشومان او ښځه یې له خورا بد حالت سره مخامخ شول.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.