بالاخیره به افغانان د سولې لپاره خبرې کوي- خاقان عباسي

 

دامریکا غږ

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي وایي چې د افغانستان په مسله کې د ټولو اړخونو د خبرو پرته پرمختگ نشې کیدی. ښاغلي عباسي دغه خبرې د بلومبرگ سره په یوې ځانگړې مرکې کې کړیدي.

ښاغلي عباسي وویل چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو پریکړه د افغانستان مسله نشې حلولې. هغه زیاته کړه چې پاکستان د طالبانو او د افغانستان د حکومت تر منځ د خبرو د پروسې د بیا شروع کولو په لړ کې مرستې ته تیار دی. هغه وویل ” بالاخیره به افغانان سره کیني او د سولې لپاره به خبرې کوي.”

د امریکا او د پاکستان اړیکې د تیر یو کال راهیسې خرابې شویدي. د امریکا ولسمشر ټرمپ د افغانستان په هکله د پالیسۍ د اعلان په وخت د پاکستان نه وغوښتل چې په دغه ملک کې د ترهگرو ډلو ضد اقدامات وکړي. امریکا تیره میاشت پاکستان ته امنیتې مرستې هم وځنډولې.

د پاکستان صدراعظم هغو تورونو ته چې وایي پاکستان د ترهگرو په ضد په جگړې کې صادقه ندي، وویل چې پاکستان تیره اونۍ افغانستان ته د حقاني شبکې او د طالبانو ته د ٢٧ غړو د بیرته ورکولو اعلان کړی دی. هغه وویل چې پاکستان دغه کسان د تیر کال د نومبر په میاشت کې افغانستان ته سپارلي و.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د دغو ادعاگانو وروسته په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال په دغه هکله ناخبرې څرگنده کړي وه.

ښاغلي عباسي وویل چې داسې هیڅ شواهد نشته چې گوندې پاکستان د هغو ترهگرو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې په وروستیو حملو کې لاس لري.

“دغه نیول شوې کسان افغانان دي. هغوي په ترهگریزو بریدونو کې ککړ نه و، کنه هغوي به مونږ دلته محاکمه کړې و. ځکه مونږ هغوي افغانستان ته وسپارل”.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.