ایران وايي، د افغانستان رېللار به د ټولې سیمې لپاره ترانسپورتي دهلېز شي

 

 

تاند- افغانستان او ایران د رېللارې یا پټلۍ پر یوه ستره پروژه کار کوي چې د درستې سیمې د هیوادونو لپاره به په ترانسپورتي دهلېز بدله شي.

دا نوې پروژه به د دې سبب شي چې افغانستان هند او پاکستان د منځنۍ اسیا، اروپا او روسیې له بازارونو سره په مستقیم ډول وصل شي او د سویس کانال د بېړۍ په وسیله اروپا ته د تجارتي تګ راتګ د اوږدې لارې له اړتیا خلاص شي.

دا پروژه به له ګاونډیو هیوادونو سره مرسته وکړي چې پخپل منځ کې سوداګري راکړه ورکړه زیاته کړي او لېري بازارونو ته خپل تجارتي مال ورسوي.

د ایران د رېلارو د ادارې د نړیوالو اړیکو عمومي ريیس عباس نظري سپوتنیک نیوز ته وویل، د ده اداره په پام کې لري چې په هرات ولایت کې ۶۴ کیلومتره رېللار جوړه کړي او وروسته له دې چې لومړۍ ۳۴ کیلومتره پټلۍ بشپړه شوه، ممکن رېلګاډي تګ راتګ پیل کړي.

ده همداراز وویل چې په راتلونکو ۱۰ ورځو کې به ۳۰ کیلومتره بشپړه شي. پر دې لار به په لومړني رېلګاډي کې ۴ لکه ټنه ایراني سمینټ صادر شي. وروسته به د همدې رېللارې په وسیله د ایران د اراک ګاز، د عراقي کوردستان د تېلو محصولات او نور اجناس صادر شي.

دغه ایراني چارواکي وویل چې دا رېللار به له چین څخه تر اروپا پوري د ټولې سیمې پر دهلېز بدله شي.

ښاغلي نظري زیاته کړه«موږ په دې هم غور کوو چې دا رېللار له هرات څخه تر مزارشریف ښاره پورې وغځوو او په دې ډول یې له چین سره وصل کړو. دا به اروپا ته تر ټولو لنډه لار وي.»

په عین حال کې په پلان کې ده چې د ترکمنستان رېللار د افغانستان له لارې له تاجکستان سره وصل شي.

د دې پروژې سروې به ژر پیل شي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.