ایران: افغان سولې سره ځکه مرسته کوو، چې پر موږ یې هم اغېز شته

 

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۷مه: ایران وایي، په افغانستان کې د سولې لپاره له دې کبله هم زیاته هڅه کوي چې د دغه هېواد د امنیت پر تهران مستقیم اغېز لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محسن بهاروند چې دا مهال کابل ته په سفر راغلی دی له ایرنا اژانس سره یې په مرکه کې ویلي، د مصالحې شورا له مشر سره یې تېره شپه ځانګړې لیدنه کړې او د سولې تر څنګ یې ورسره د افغانستان او ایران په اړیکو خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، ایران له افغان رهبرانو او سیاسي ګوندونو سره په فعال ډول د سولې لپاره خبرې کوي او پوهېږي چې د افغانستان وضعیت پر ایران نېغ په نېغه تاثیر غورځوي: (( موږ به له افغانانو سره هر ډول مرسته وکړو تر څو دوی سولې ته ورسېږي، د افغانستان امنیت نه یوازې ایران بلکې سیمې او نړۍ ته هم مهم دی.))

محسن بهاروند زیاته کړې له عبدالله عبدالله سره یې د ایران په پوله د افغان کارګرو د وژنې پېښه هم شریکه کړې او په دې اړه یې د پلټنو راپور ورکړی دی.
په دې لیدنه کې عبدالله عبدالله هم ټینګار کړی دی چې ایران سره پر پوله رامنځته شوې پېښه دې په جدي اوعادلانه ډول وڅېړل شي.

محسن بهاروند چې دا مهال له یو پلاوي سره کابل ته راغلی دی، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر ورته هغه ټول اسناد او شواهد سپارلي چې له مخې یې ثابته شوې چې ایراني سرحدي ځواکونو یو شمېر افغان کارګر لومړی شکنجه کړي، په ډزو یې ویشتلي او بیا یې هریرود سیند ته اچولي دي.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.