ایران: افغانستان کې دې داسې حکومت رامنځته شي چې د ترهګرۍ جرړې وباسي

 

تاند، یکشنبه، د حوت ۱۱ مه: د ایران د باند نیو چارو وزارت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په اړه ویلي، د هر هغه بدلون چې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو او ثبات سره مرسته وکړي هرکلی کوي.

د ایران د باندنیو چارو وزارت نن یکشنبه «کب۱۱مه» په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، تهران د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د ترسره کیدونکو هڅو ملاتړ کوي او په دې باور دی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور غیرقانوني دی او په دغه هیواد کې د ناامنۍ او جګړو اصلي دلیل دی.

ایران هیله ښودلې چې په افغانستان کې به یو داسې دولت رامنځته شي چې د خپلو ګاونډیانو سره ښې او د ورورګلوۍ اړیکې وپالي او د تروریزم جرړې وباسي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې باور دی چې په افغانستان کې تل پاتې سولې پر سر موافقه د بین الافغاني خبرو له لارې چې د طالبانو په ګډون ټولې سیاسي ډلې په کې ګډون ولري او د ګاونډیانو ملاحظاتو ته په کې پاملرنه شوي وي ترسره کیدلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو په افغانستان کې د امریکا د شااوخوا ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسولو په هدف د سولې تړون په دوحه کې لاسلیک کړ.

د یاد تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ایران استازو هم ګډون کړی و چې دغه هیواد د طالبانو مهم مالي او تسلیحاتي ملاتړی بلل کیږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.