ایران: افغانستان ته د ټولې اروپا په پرتله ۳ چنده زیات صادرات لرو

 

تاند، یکشنبه، د میزان ۱۴مه: کابل لپاره د ایران سفیر بهادر امینیان وايي، د اروپا د ۲۸ غړو هېوادونو په پرتله یې افغانستان ته د هېواد صادرات درې چنده زیات دي.

نوموړي د خراسان ولایت په سرحداتو د راکرې ورکړې د تنظیم شورا ته په وینا کې ټینګار کړی چې د ایران لپاره له افغانستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه ډېر ارزښت لري.

ښاغلي امینیان زیاته کړه چې افغانستان د اقتصادي مقاومت په پالیسیو کې د ایران لومړیتوب دی ځکه چې ایران پوهېږي افغانستان یې نږدې ګاونډی دی او د ایران د صادراتي محصولاتو په برخه کې مهم رول لري: (( د اروپا ۲۸ هیوادونو ته د ایران صادرات افغانستان ته د صادراتو یوازې دریمه برخه جوړوي.))

امینیان د ایران خصوصي سکتور څخه وغوښتل چې د هیواد ختیځ ګاونډي ته د صادراتو په برخه کې ډیر مهم رول ولوبوي.

هغه یادونه وکړه چې ایران له افغانستان سره د پوهنتونونو او مسلکي ښوونځیو ، کرنې او روغتیا ګرځندوی په وده کې د همکارۍ لپاره فعال دی.

د ایران سفیر ټینګار کوي چې ایراني سوداګر باید د افغانستان په صنعتي شتمنیو د پانګونې ګډ پلانونه رامینځته کړي.

د سویلي خراسان ولایت د اقتصادي چارو د همغږۍ لپاره معاون محشر الحق عابدي د فراه په ګډون د ایران او افغانستان د ولایتونو تر منځ د راکړې ورکړې د لا ښه او ګړندیتوب غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت ، اعلان شوی و چې د ایران له خوا د دقرون له بندر څخه افغانستان ته د طبیعي ګازو صادرات په تیرو ۵ میاشتو کې ۴ چنده ډیر شوي دي

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.