اکسفام: د افغانستان په ګډون ۱۰ هېوادونه له سختې لوږې سره مخ دي

دآزادی راډیو

بې وزلۍ سره د مبارزې سازمان اکسفام له نړېوالې ټولنې غوښتي چې د کرونا وبا له کبله رامنځته شوی د لوږې ناورین دې پای ته ورسوي او په دې برخه کې دې چټک ګامونه واخلي.

دې سازمان خبرداری ورکړی چې دا ناورین په نړۍ کې په ورځني ډول د ۱۲ زره کسانو ژوند اخیستلی شي.

د اکسفام په یو تازه راپور کې دا مسله راپورته شوې، چې څنګه په دې کال کې ۱۲۱ میلونه خلک له لوږې سره مخ کیدای شي.

د راپور په وینا د کرونا وبا په نړۍ کې ډله ییزه بېکاري زیاته کړې، د خوړو تولید او رسول یې ګډوډ کړي او مرستې یې کمې کړي دي.

له بې وزلۍ سره د مبارزې د دې نړیوالې ادارې په راپور کې همداراز ویل شوي: “کرونا وبا د لوږې د ناورین پر هغه اور چې لا دمخه په لمبو و، نور تېل اچولي دي.”

په راپور کې د اکسفام ادارې د لنډمهالي رئیس چیما ویرا له خولې ویل شوي: “کویډ ۱۹ په نړۍ کې د هغو میلونو وګړو لپاره چې لا دمخه د شخړو، اقلیمي بدلون او نابرابرۍ له اغیزو سره لاس او ګریوان وو، یو نوی ناورین دی.

د خوراکي موادو مات سیستم د نړۍ میلونونه د خوړو تولیدونکي او کارګران بېکاره کړي.”

ویرا وايي: “په داسې حال کې کرونا وبا په نړۍ کې خپرېږي، هغوی چې پورته وو، ګټې ته دوام ورکوي.”

په راپور کې د لوږې لس “تاوده ډګرونه” په ګوته شوي چېرې چې د خوړو د نشتوالي ستونزه ډېره جدي او د کرونا وبا له کبله له بد بدتره کېږي.

افغانستان، یمن، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، وینزویلا، لویدیځ افریقايي ساحل، ایتوپیا، جنوبي سوډان، سوریه، سوډان او هایتي په دې لسو هېوادونو کې شامل دي.

دا هېوادونه په ګډه په نړۍ کې د هغو کسانو ۶۵ سلنه جوړي چې د لوږې له ناورین سره مخ دي.

دا راپور وايي: “ان د کرونا له وبا مخکې لوږه په زیاتېدو وه.”

د اکسفام راپور زیاتوي: “اوس کرونا ویروس د شخړو، پېچلې نابرابرۍ او چټک اقلیمي بدلون سره یو ځای، د خوړو لا دمخه مات نړیوال سیستم، تر بنسټونو لړزولی او میلونونه نور وګړي یې د لوږې پر پاڼ درولي.”

د لوږې ضد دې نړیوالې ادارې پر حکومتونو ټینګار کړی چې د کرونا وبا د لاخپرېدو د مخنیوي تر څنګ دې، د لوږې د بحران د پای ته رسولو لپاره ګامونه واخلي څو اوس او راتلونکې کې د خلکو ژوند وژغوري.

اکسفام وايي، په دې تدابیرو کې باید ملګرو ملتونو ته د بشري مرستو لپاره بسپنه ورکول او په نړۍ کې د خوړو د یو عادلانه، بدلون مننونکي او کلک سیستم رامنځته کول شامل وي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.