ايران وايي، یو ځل بیا یې د طالبانو له يوه پلاوي سره په تهران کې کتلي

 

ايران وايي، د طالبانو يوه هيئت نن دوشنبه په تهران کې افغانستان ته د سولې پر راوستلو او د ١٧ کلنې جګړې د ختمولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي وويل، د طالبانو هيئت د يکشنبې په ورځ تهران ته رسېدلى چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت له معين عباس عراقچي سره‌يې هم کتلي دي.

د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس په حواله، قاسمي ويلي دواړو لورو په افغانستان کې د سولې پروسې د چټکتيا لپاره پر امنيتي مسايلو بحث وکړ.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وايي، له دغو مذاکرو د افغانستان حکومت خبر دى.

دا اول وار نه‌دى چې د طالبانو او ايراني چارواکو ترمنځ دا ډول خبرې کېږي.

د ايران د ملي امنيت سلاکار علي شمخاني تېره اوونۍ په کابل کې تأييد کړه چې دا ډول خبرې پخوا هم شوي او په راتلونکي کې به دوام پيدا کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه نظر نه‌دی څرګند کړی.

په داسې حال کې چې د امريکا متحده ايالات په پام کې لري په افغانستان کې د دېره ١٤٠٠٠ امريکايي پوځيانو شمېر نيمايي ته راکم کړي، طالبانو په وروستيو کې د سيمې له ګڼو هېوادونو سره خبرې کړې دي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.