انډونیزیا بیا افغان او پاکستاني علما یو کنفرانس ته راټولوي

 
تاند، پنجشنبه، د اسد ۳ مه: افغان حکومت او اندونیزیايي چارواکي وايي، ډېر ژر به د افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د علماو دوېمه درې اړخیزه ناسته تر راتلونکې میاشتې پورې جوړه شي.

د ملي امنیت شورا د دفتر له مرستیال عتیق الله نوشېر سره په کتنه کې د آسیا پسېفیک او افریقا لپاره د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت مسئول ډیسرا پارکایا ویلي، د ناستې لپاره د اګست ۲۶ مه او ۲۷ مه په پام کې نیول شوې ده.

اندونیزیايي لوري له کابله غوښتي چې دې کنفرانس ته خپل علما معرفي کړي.

ښاغلي ډیسرا پارکایا په ورته وخت کې وویل، هیواد به یې ډېر ژر د افغان مېرمنو یو کنفرانس هم راوبولي، چې په هغه کې به د سولې، پراختیا، د بې وزلۍ د له منځه وړلو او داسې نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې او بحثونه وشي.

بلخوا د انډونیزیا په کوربه توب د علماو درې اړخیز دویم کنفرانس په تړاو د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل وايي، دې ناسته کې به د تېر کال د جاکارتا د علماو کنفرانس په پریکړو بیا ټینګار وشي، چې په کې هر ډول ترهګریز بریدونه رد شوي وو.

 

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.