انس حقاني، په خپله لومړنۍ مرکه کې سولې ته هیله مندي ښودلې

 

تاند، چهار شنبه، د قوس ۱۳مه: له افغان زندان څخه تازه خوشې شوي انس حقاني هیله ښودلې چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

نوموړي طالبانو ته منسوبې نن ټکي اسیا ویب پاڼې ته په مرکه کې ویلي، که څه هم د طالبانو په مذاکراتي پلاوي کې غړیتوب ورکول شوی خو دی څلور کاله له سیاسي اوضاع او پرمختګونو ناخبره پاتې شوی دی.

نوموړي د خپلو مشرانو له امر سره سم به افغانانو ته سولې د خوښۍ د راوړلو هڅه وکړي او د ده په وینا اشغال به پاتې ته ورسوي.

انس زیاته کړې چې د بندیانو سره ښه چلند، هغوی ته خپل بشري او قانوني حقوق ورکول او د هغوی خوشي کول به د سولې پروسه پياوړې کړي او مثبت اغیز به پرې ولري.

انس حقاني چې د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني کشر ورور دی، څو اوونۍ وړاندې د ولسمشر غني په امر له بګرام زندان څخه د امریکايي پوهنتون د دوه استادانو په بدل کې له خپلو دوو نورو ملګرو سره یو ځای خوشې شو.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.