اندونیزیا کې راټول شوي دیني عالمان: تشدد او ځان وژونکې حملې اسلامي اصول نه دي

 

دآزادی راډیو

افغان، پاکستاني او اندونیزیايي دیني عالمانو نن جمعه په اندونیزیا کې په یوه غونډه کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا یوشمېر دیني عالمانو نن په خپله غونډه کې د افغانستان د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او له حکومت سره د سولې مستقیمې خبرې پیل کړي.

جاکارتا ته نېږدې په اوګور ښار کې په نننۍ یوه ورځنۍ غونډه کې چې د اندونیزیا د ولسمشر جوکو ویدودو په وینا پیل شوه، د درې واړو هېوادونو دیني عالمانو وویل چې تشدد او ځان وژونکې حملې له اسلامي اصولو سره په ټکر کې دي.
د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو د غونډې په پای کې یو پرېکړه لیک هم خپور کړ چې دولس مادې لري.

د پرېکړه لیک په څلورمه ماده کې د افغانستان د جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتل شوي چې د قرآنکریم له سپارښتنې سره سم، د سولې مستقیمو خبرو ته کېني.

همداراز د پرېکړه لیک په نهمه ماده کې راغلي چې پر ملکي وګړو د حملو او د انتحاري بریدونو په ګډون، تشدد او ترورېزم د اسلام له اصولو سره په تضاد کې دي.

د افغانستان د علماوو د شورا غړي قاسم حلیمي چې د اوګور په غونډه کې حاضر و، د دې پرېکړه لیک جزییات له ازادي راډیو سره په ټيليفوني خبرو کې واضح کړل او زیاته یې کړه:

“د افغان ولسمشر هغه اعلان چې د کابل د پروسې په کنفرانس کې یې وکړ او پر طالبانو یې د سولې غږ وکړ، تأیید شو، د غوندې ګډونوالو پر طالبانو او وسله والو مخالفینو غږ وشو چې د سولې خبرو ته کېني، له مهمو ټکو څخه یوه دا وه چې علماوو وویل چې سوله یو الهي امر دی او له دې الهي امر سره مخالفت له شرعي احکامو سره مخالفت دی.”

وسله والو مخالفینو د کابل د پروسې په کنفرانس کې د ولسمشر اشرف غني د سولې د طرحې په وړاندې تراوسه رسمي ځواب نه دی ویلای، خو په غیرمستقیم ډول یې رد کړی دی.
د اندونیزیا په نننۍ غونډه کې د افغانستان او پاکستان شپاړس شپاړس او د اندونیزیا شل تنه دیني عالمان حاضر وو.

د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو د غونډې د جوړېدو وړاندیز د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو پروسږکال په سلواغې میاشت کې کابل ته د سفر پرمهال له ولسمشر اشرف غني سره له کتنې وروسته وکړ.

ولسمشر ویدودو ویلي وو، اندونیزیا چمتو ده چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې مرسته وکړي.

اندونیزیا د مسلمانانو تر ټولو زیات نفوس لري او د اسلامي نړۍ خورا مهم هېواد ګڼل کېږي.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.