امنیتي ځواکونو د جلال اباد ښار په یوه ښوونځي ډېره وسله وموندله

 

افغان امنیتي ځواکونو د جلال اباد په یوه ښوونځي کې د وسلو یوه لویه زېرمه وموندله.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن /چهارشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا وسله د جلال اباد ښار د دوهمې امنیتي حوزې په یوه ښوونځي کې پټه کړای شوې وه.

د خبرپاڼې له مخې، په دې وسلو کې ۷ راکټونه، ۴ دهشکې، ۲ کلاشینکوفونه، ۱۶ مخابرې، ډېره اندازه چاودېدونکي مواد او په زرګونو مرمۍ او د درنو وسلو ګولۍ شاملې دي.

ملي امنیت وايي چې له وسلو سره یوځای یې یولکو لس زره امریکايي ډالر هم موندلي دي.

د دې ادارې په وینا د وسلو دا زېرمه د ملي امنیت د منسوبانو په خاصو عملیاتو کې ونیول شوه.

ملي امنیت د دې وسلو په تړاو دوه تنه نیولي دي.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې دا وسلې د دولت د کومې وسله والې مخالفې ډلې له لوري په ښوونځي کې ځای پر ځای شوې وې.

په ننګرهار کې د طالبانو ترڅنګ داعش هم فعال دی.

شما همچنین ممکن است مانند بیشتر از نویسنده

نظرات بسته شده است.